د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې یادې سیالۍ د قره باغ، ناور، جاغوري، اندړو، او د غزني د ده یک ولسوالیو د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د دوه ورځو لپاره وې.
ددې ریاست د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې دوه ورزشکارانو ته د ښې لوبې د ترسره کولو په موخه جایزې هم ورکړل شوې.
د یادو سیالیو هدف د غزني ولايت په مرکز او ولسواليو کې د نېزه وهنې ورزش ته وده ورکول ښودل شوې دي.