د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

غزني کې د اختر مېلې؛ جالبې لوبې نندارې ته وړاندې شوې


غزني کې د پهلوانۍ ننداره
غزني کې د پهلوانۍ ننداره

ټراکټور په غاښونو کښول، پر ځان خېژول، موټرسایکل په غاښونو نیول، پر خېټه ډبره ماتول او ډېرې نورې لوبې په غزني کې د یوې مېلې په ترڅ کې ننداره شوې.

مېله د سې شنبې په ورځ د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې ترسره شوه چې سلګونه خلک ورته راغلي وو.

نقیب الله پالوان چې د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ د خالو خیلو کلي اوسېدونکی دی، یاده مېله کې یې د پهلوانۍډول ډول لوبې ترسره کړې.

د ښاغلي نقیب الله له لوري ټراکټور په غاښونو کښول، پر خپله ملا تېرول، موټرسایکل په غاښونو نیول او پر خېټه ډبره ماتول لوبې ترسره شوې.

نوموړی وايي، دغه لوبې د خلکو د خوشحالولو او بوخت ساتلو لپاره ترسره کوي.

نوموړي وويل: 'ما تقریبا په شل، پنځه ویشت کاله کې ډېر زیات تمرینونه کړي دي، لومړی مې د کامپو ورزش کړی، له هغه وروسته مې دغه د پهلوانۍ حرکتونه پیل کړي دي، زه په خپله د کامپو استاد یم، پنځه کاله مې بدن جوړونه هم کړې ده، دا حرکتونه مې ټول په ایران کې کړي دي، زه په دغه لوبو کې د هر خط مقام هم لرم او شهادت نامې یې هم راکړې دي."

نقیب الله پهلوان وايي د طالبانو له دوهم ځلې واکمنېدو وروسته د خپلې ولسوالۍ بازار ته ځي، ترڅو د ځان په ډول نور کسان هم وروزي، چې دغه ځوانان له نشو کولو او ناسمو کارونو څخه راوګرځي او ورزش ته پام واړوي.

نوموړی وايي ډېری کلونه یې خپلې مېلې او پروګرامونه ځنډولي وو، خو اوس غواړي چې نورو ځایونو ته هم لاړ شي او پهلواني وکړي.

نوموړي وويل: "مخکې مې ډېرې لوبې نه شوای کولای، په دې ډاریدم چې هسې نه د لوبې په میدان کې چاودنه وشي، نور خلک په راسره خوږ شي، اوس مې بېرته دغه حرکتونه پیل کړي دي."

يو شمېر هغه کسان چې دغه مېلې ته راغلي وو، خوشحاله دي او وايي له تفریح او نندارې یې خوند واخیست.

محمدامین چې یادې مېلې ته راغلی وايي،دغه و پروګرامونه د ځوانانو لپاره ګټور دي او ځوانان له نشو او نورو ناسمو کارونو څخه را ګرځوي.

نوموړی وايي: "دا ډول نندارې او پروګرامونه د هر ځوان لپاره ډېره ګټه رسوي، مثلا له نشو یې راګرځوي، له بې کاره لارو، له بې کاره کارونو یې راګرځوي، ورزش ښه شی دی، دا داسې نړۍ ده چې هر سړی ورتلی شي، ورزش په لسګونو نورې ګټې هم رسوي."

دا په داسې حال کې ده چې په غزني کې سږنی اختر د نورو کلونه په پرتله بېخونده او کمرنګه بلل کېده.

XS
SM
MD
LG