د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۰

د هلمند فولاد لوبډلې د کرکټ د لس اووریزه سیالیو اتلولۍ ګټلې


آرشیف
آرشیف

د هلمند فولاد لوبډلې د کرکټ د لس اووریزه سیالیو اتلولۍ ګټلې ده.

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست په خپل فېسبوک‌پاڼه لیکلي، یادې لس اووریزې سیالۍ چې لس ورځې وړاندې په هلمند کې پیل شوې، تېره ورځ د هلمند فولاډ لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې.

د دې ریاست په خبره، د دې لس اووریز ټورنمنټ پایلې لوبې ته جمال‌زی او د هلمند فولاد لوبډلې ووتې چې فولاد لوبډلې ټاکل شوی هدف په اووم اوور کې پوره او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

په دې ټورنمنټ کې ۱۶ لوبډلو ګډون کړی و او موخه یې ورزش ته د ځوانانو هڅول ښودل شوي.

XS
SM
MD
LG