نور رحمان له دېرشو کالو راهیسې په یوه نادولتي اداره کې د اجتماعي کارکوونکي په توګه کار کوي، دی معتادینو ته مشورې ورکوي او د نشې په پرېښودلو کې مرسته ورسره کوي.
نور رحمان وايي چې له معتادینو سره د کار په جریان کې يې له معتادینو څخه ډېرې غمجنې کيسې اورېدلي.
نور رحمان د یوه داسې معتاد کیسه کوي چې د بې احتياطۍ له امله يې خپل زوی د بلا خولې ته ورکړی دی.
دا چې د دې معتاد له لاسه څنګه خپل زوی ووژل شو؟ دا به د نور رحمان له خولې واورو: