د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۲۹

په ويمبلډن لوبغالي کې د روسيې او بيلاروس پر لوبغاړو بنديز وغندل شو

ارشيف: د ويمبلډن لوبغالي کې يو لوبغاړی د ټنس د لوبې پر مهال
ارشيف: د ويمبلډن لوبغالي کې يو لوبغاړی د ټنس د لوبې پر مهال

د نړۍ د تنس تر ټولو غوره لوبغاړي نواک جوکوویچ دا پریکړه وغندله چې د روسیې او بیلاروس لوبغاړو ته اجازه نه ورکوي چې د ویمبلډن په تنس لوبو کې ګډون وکړي.

پرون پریکړه وشوه چې د ویمبلډن په لوبو کې پر اوکراین د روسیې د برید لپاره پر روسیي او بیلاروسیي لوبغاړو بندیز ولګوي.

د ویمبلډن پر دې پریکړه د نړۍ د نارینه او ښځینه تنس لوبغاړو بنسټونو هم اعتراض کړی دی.

ټاکل شوې ده چې د ویمبلډن تنس لوبې د جون په اووه ویشتمه پيل شي او د جولای په لسمه پای ته ورسیږي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG