د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۴ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۱۴

د چلسي فوټبال لوبډلې د FA کپ پایلوبې ته لار ومونده

ارشيف: د چلسي فوټبال لوبډلې لوبغاړي
ارشيف: د چلسي فوټبال لوبډلې لوبغاړي

د ورزشي رسنیو د راپورونو پر بنسټ، چلسي خپلې سیالې کریسټال پالاس لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د FA کپ پایلوبې ته لار ومونده.

د FA کپ د نیمه پایلوبې په دویمه لوبه کې چلسي او کریسټال پالاس لوبډلې له یو بل سره مخامخ شوې چې لوبه د چلسي په ګټه ۲ – ۰ پای ته ورسېده.

په دې لوبه کې د چلسي لپاره تیمو ورنر او میسن مونټ ګولونه وکړل.

د یادونې ده چې لیورپول تر دې وړاندې د FA کپ پایلوبې ته لار موندلې وه.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG