د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۳ وږی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۰۱

کابل کې د فوټبال د درېيمې درجې رزونکو روزنه پيل شوه

ارشيف: کابل کې د افغانستان فوټبال لوبغاړي د لوبې پر مهال
ارشيف: کابل کې د افغانستان فوټبال لوبغاړي د لوبې پر مهال

د افغانستان فوټبال فډراسیون یوه اعلامیه کې لېکلي، د فوټبال د روزنې درېيمې یا C درجې ټولګی یې د اسیا فوټبال کنفدراسیون په همکارۍ په کابل کې نن پیل کړ.

په یاد ټولګي کې له پلازمېنې کابل څخه ۲۴ روزونکو ګډون کړی او د دوو اوونیو په موده کې به د فوټبال روزنې تاکتیکونه په عملي او تیوري بڼه زده کړي.

د دې ټولګي له پای ته رسېدو وروسته دا روزونکي کولای شي چې د ولایتي لوبډلو د لوبغاړو روزنه وکړي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG