د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۶ غبرګولی ۱۴۰۱ کابل ۰۴:۴۷

د افغانستان واليبال لوبډله بهرنيو سياليو ته چمتووالی نيسي


ارشيف: د افغانستان واليبال ټيم په کابل کې د تاجکستان د واليبال له لوبډلې سره د لوبې پر مهال

د افغانستان فوټبال فډراسیون په خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، د اسیا د والیبال فدراسیون د مهال‌وېش مطابق د دې رشتې اسیايي لوبې د ۱۸ کلنو ښکته لوبغاړو په کټګورۍ کې د ایران په کوربه‌توب او د اسیايي هېوادونو د والیبال لوبډلو په ګډون په اګست میاشت کې پیلېږي.

همدا ډول د اسیا د مرکزي زون سیالۍ هم د روان میلادي کال سپټمبر میاشت کې د بنګله‌دېش په کوربه‌توب کېږي چې د افغانستان د والیبال ملي لوبډله دې دواړو سیالیو ته تیاری نیسي.

د والیبال فډراسیون وايي، د افغانستان د ۱۸ کلونو څخه ښکته د والیبال ملي لوبډلې لوبغاړي هره ورځ د والیبال په سټېډویم کې د دې سياليو لپاره تمرين کوي.

XS
SM
MD
LG