د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

بریتانیا ناقانونه کډوال روانډا ته لېږي


آرشیف-یو شمېر ناقانونه کډوال
آرشیف-یو شمېر ناقانونه کډوال

د بریتانیا حکومت د پنجشنبې په ورځ یوه طرحه اعلان کړه چې پر اساس به یې له دغه هېواده نارینه پناه غوښتونکي روانډا ته لېږل کېږي او تر هغو به په دغه افریقايي هېواد کې اوسي چې قضیې څېړل کېږي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، پرون روانډا ته د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې پریټي پټیل تر روانېدو مخکې صدراعظم بوریس جانسن دا طرحه په کینټ ښار کې اعلان کړه.

د بریتانیا په جنوب کې دا ښار له نورو هېوادونو بریتانیا ته په وړو بیړیو کې د تګ لومړنی ټپال دی.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزیره پریټي پټیل
د بریتانیا د کورنیو چارو وزیره پریټي پټیل

اغلې پټیل پرون په روانډا کې په دې اړه د دغه هېواد له چارواکو سره موافقه لاسلیک کړه.

دې د موافقې له لاسلیکه وروسته وویل: «موږ موافقه وکړه هغه کسان به چې بریتانیا ته په غیرقانوني ډول راغلي روانډا ته لېږدول کېږي څو د پناه د غوښتنلیکونو په اړه یې پرېکړه کېږي او بیا به بېرته راوستل کېږي. موږ به د ۵ کلونو روزنې ترڅنګ د دوی ملاتړ کوو.»

د رویټرز پر اساس، د بریتانیا د کابینې یوه وزیر ویلي چې د بوریس جانسن حکومت هڅه کوي چې هغه نارینه او مجردان، چې په غیرقانوني ډول بریتانیا ته پناه وړي، روانډا ته ولېږي.

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن
د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن

د ویلز د باندنیو چارو وزیر سایمن هارت سکای نیوز تلویزیون ته ویلي: «دا طرحه اصلاً د هغو نارینه وو لپاره ده چې په اقتصادي انګېزه یا د پیسو د ګټلو لپاره بریتانیا ته راځي. د دوی قضیه له ښځو او ماشومانو بېله ده.»

تېر کال څه باندې ۲۸ زره کډوال له نورو اروپايي هېوادونو څخه بریتانیا ته لاړل چې له دې کبله د بریتانیا او فرانسې ترمنځ ګیلې مانې پیدا شوې.

صدراعظم بوریس جانسن د دسمبر په وروستیو کې بریتانیا ته تر رسېدو مخکې د ۲۷ پناه غوښتونکو د ډوبېئدو په اړه ویلي و، د هغو کسانو شمېر چې بریتانیا ته ورځي د ورځې تر ۶۰۰ اوړي.

XS
SM
MD
LG