د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۵ غبرګولی ۱۴۰۱ کابل ۰۷:۵۰

د ایران د قونسلګریو د بندېدو په اړه ضد و نقیض راپورونه


د ایران د قونسلګریو د بندېدو په اړه ضد و نقیض راپورونه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:22 0:00

په افغانستان کې د ایران د ډیپلوماتیکو استازولیو د فعالیت په اړه ضد و نقیض راپورونه ورکړل شوي، په داسې حال کې چې د طالبانو د حکومت ویاند وايي، دا مهال په افغانستان کې د ایران ټولې قونسلګرۍ فعالې دي. د ایران دولتي خبري آژانس ایرنا راپور ورکړی چې په افغانستان کې د ایران د سفارت او په هرات کې د ایران د قونسلګرۍ مخې ته له قهرجنو اعتراضونو وروسته ایران خپلې ټولې ډیپلوماتیکې استازولۍ تړلې دي. خو د ایران د محصلانو خبري آژانس ایسنا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند سعید خطیب زاده له قوله راپور ورکړی چې په افغانستان کې د ایران ټولې استازولۍ پرانیستې دي. په ایران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند د ویډیوګانو له خپرېدو وروسته د هېواد په یوشمېر ولایتونو او پلازمېنه کابل کې خلکو د ایران پرضد قهرجنې مظاهرې وکړې. له دې اعتراضونو وروسته د دوشنبې په ورځ د ایران د بهرنیوچارو وزارت د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې د ایران د ټولو ډیپلوماتیکو استازولیو امنیت ډاډمن کړي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې د ایران د سفارت او قونسلګریو ودانیو ته هېڅ راز امنیتي خطر نه شته خو ښاغلي مجاهد په عین حال کې د ایران له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې له افغان کډوالو سره د شوي ناوړه چلند د ادعاوو په اړه څېړنې وکړي.

XS
SM
MD
LG