د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۷

په افغانستان کې د روان وضعیت له امله د سیمه‌ییزې بې‌ثباتۍ وېره


ښاغلی شنکر چې د هند د دفاع له وزیر راجنات سنګهـ سره یوځای امریکا ته تللی، د متحده ایالاتو د بهرنیو او دفاع وزیرانو سره‌یې ګډه خبري غونډه کې د افغانستان په اړه په سیمه‌ییزې او نړیوالې همکارۍ ټینګار کړی دی.
ښاغلی شنکر چې د هند د دفاع له وزیر راجنات سنګهـ سره یوځای امریکا ته تللی، د متحده ایالاتو د بهرنیو او دفاع وزیرانو سره‌یې ګډه خبري غونډه کې د افغانستان په اړه په سیمه‌ییزې او نړیوالې همکارۍ ټینګار کړی دی.

په افغانستان کې د روان وضعیت له امله د سیمه‌ییزې بې‌ثباتۍ وېره په زیاتېدو ده.

د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جې شنکر وايي، د افغانستان اوسنی وضعیت هغه موضوع ده چې په نړۍ کې یې د بې‌باورۍ فضا جوړه کړې او دا اندېښنه له ځان سره لري چې سیمه به څه ډول ثبات ته رسېږي.

ښاغلی شنکر چې د هند د دفاع له وزیر راجنات سنګهـ سره یوځای امریکا ته تللی، د متحده ایالاتو د بهرنیو او دفاع وزیرانو سره‌یې ګډه خبري غونډه کې د افغانستان په اړه په سیمه‌ییزې او نړیوالې همکارۍ ټینګار کړی دی.

ښاغلی شنکر زیاتوي: "بله موضوع چې په نړۍ کې یي د بې‌باورۍ فضا رامنځته کړې، هغه د افغانستان وضعیت دی او دا چې سیمه به څنګه ثبات ته رسېږي، بشري مرستې به څنګه برابرېږي. تاسو پوهېږئ چې موږ د ۵۰ زره ټنه غنمو مرسته کوو، خو د ترهګرۍ له اندېښنو سره به څه کوو چې امنیت شورا، د مالي اقدام ځانګړې ډله (اېف اې ټي اېف) او نور ورسره مخ دي؟ زه غواړم داسې ووایم چې د همکارۍ او ثبات جوړونې په برخه کې څلور اړخیز امنیتي ډیالوګ په خپله د ثبات جوړولو لپاره یو لوی اقدام دی. دا د هغو ګډو هڅو برخه ده چې موږ یې له متحده ایالاتو سره په همکارۍ مخ ته وړو."

د هند جمهور رئیس رام نات کوویند هم د اپرېل په ۲مه ترکمنستان ته د خپل سفر پر مهال، په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې د روانو حالاتو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

ښاغلي کوویند ویلي و، د افغانستان نږدې ګاونډیان په دې هېواد کې اوسنيو روانو چارو او بهرنیو عواقبو ته‌یې اندېښمن دي.

جنرال قمر جاوېد باجوه
جنرال قمر جاوېد باجوه

نږدې دوه اوونۍ وړاندې پاکستان چې له طالبانو په ملاتړ تورن دی د پوځ لوی درستیز یې قمر جاوېد باجوه د امنیتي مذاکراتو په نوم جوړې شوې غونډې ته ویلي و، افغانستان کې د طالبانو حکومت فعالیت ډېر ښه نه‌دی.

هغه زیاته کړې وه، که له افغانستان سره مرسته ونه‌شي، نه‌یوازې دا چې د کډوالو ستونزه به راپیدا شي، بلکې ترهګرۍ ته به هم د ودې فرصت چمتو شي.

د طالبانو حکومت د دې اندېښنو په اړه څه نه‌وايي، خو وړاندې یې ډېره تکرار کړې چې افغانستان په سیمه کې د ثبات ملګری دی او تر خوا به‌یې خاوره د بل کوم هېواد پر ضد ونه‌کارول شي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان اړیکې مناسبې نه‌دي، هغه چې دا ډار له ځان سره لري چې دا هېواد به په ټولو برخو کې وځپي.

که څه هم د افغانستان په اړه د ترویکا په وروستۍ غونډه کې چې په چین کې وشوه ګډون کوونکو هېوادونو په دې ټینګار کاوه چې افغانستان ‌‌باید په هېڅ صورت له نړیوالې ټولنې څنډې ته پاتې ‌نه‌شي، ځکه دا هېواد د اوږدو کلونو لپاره په جګړو کې ښکېل و او له نړیوال اقتصادي پرمختګ وروسته پاتې شوی دی.

XS
SM
MD
LG