د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۵ غبرګولی ۱۴۰۱ کابل ۱۰:۵۸

ایټالیا کې د کرونا ویروس ۶۳ زره ۹۹۲ مثبتې پېښې ثبت شوې


ارشیف، ایټالیا کې په کرونا ویروس اخته ناروغانو د درملنې یو روغتون

په ایټالیا کې پرون شنبه د کرونا ویروس ۶۳ زره ۹۹۲ مثبتې پېښې ثبت شوې، خو د مړینو شمېر د جمعې ورځې په نسبت کم و.

د جمعې په ورځ د کرونا ویروس ۶۶ زره ۵۳۵ مثبتې پېښې او د ۱۴۴ کسانو مړینه ثبت شوې وه، خو پرون د مړو شمېر ۱۱۲ و.

د ۲۰۲۰م کال له فبرورۍ میاشتې راهیسې د کرونا وبا له پیله په ایټالیا کې د یو لک او ۶۰ زرو ۶۵۸ کسانو مړینه ثبت شوې ده.

XS
SM
MD
LG