د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۲

د بشري حقونو څار سازمان د طالب چارواکو پر بهرنیو سفرونو د بندیز غوښتنه وکړه


ارشیف، یو شمېر طالب چارواکي
ارشیف، یو شمېر طالب چارواکي

د بشري حقونو څار سازمان یا هیومن رایټس واچ له شپږم ټولګي پورته زده‌کړو ته د نجونو د نه‌پرېښودو په غبرګون کې غوښتنه وکړه چې د طالب چارواکو پر بهرنیو سفرونو دې بندیز ولګول شي.

دې سازمان پرون (چهارشنبې) په یوه اعلامیه کې همداراز ویلي چې له طالب مشرانو سره دې له داسې غونډو ډډه وشي چې هغوی ته اعتبار ورکوي.

د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ طالبانو له مخکېنیو ژمنو سره سره له شپږم ټولګي پورته نجونو ته اجازه ورنه‌کړه چې زده‌کړو ته دوام ورکړي.

طالبانو د خپلې دې پرېکړې د دفاع لپاره کوم دلیل نه‌دی ویلی.

له همدې کبله امریکا تېره اوونۍ په قطر کې له طالبانو سره پلان شوې خبرې لغوه کړې چې په نتیجه کې یې افغانستان ته د څو سوه ملیون ډالره مرستې مخه ونیول شوه.

همداراز نړیوال بانک پرون وویل چې په افغانستان کې د ۶۶۶ ملیون ډالرو په ارزښت د ۴ پروژو تمویل ځنډوي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو برخې مسؤلې هیدر بار پرون د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې طالب مشرانو ته اجازه ورنه‌کړي چې سفر وکړي او همداراز له طالب چارواکو سره غونډې ونه‌کړي ځکه چې دا کار د طالبانو د اعتبار سبب کېدای شي.

دې په ځانګړي ډول له امریکا، جرمني، بریتانیا او اروپايي هېوادونو وغوښتل چې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.

د بشري حقونو د څار سازمان له ټولو مرسته کوونکو هېوادونو غوښتي چې په افغانستان کې د هغو ټولنو ملاتړ وکړي چې د ښځو د حقونو لپاره کار کوي.

XS
SM
MD
LG