د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۴

ترکیې د داعش خراسان څانګې د مالي ملاتړ کوونکي 'عصمت‌الله خالوزي' شتمني کنګل کړه


د ترکیې ملي بيرغ
د ترکیې ملي بيرغ

ترکیې د داعش یا د اسلامي دولت د خراسان څانګې د مالي ملاتړ کوونکي عصمت‌الله خالوزي شتمنۍ کنګل کړې.

خالوزی د امریکا متحده ایالاتو له لوري د داعش مالي ملاتړی پېژندل شوی و.

د نوموړي د شتمنۍ د کنګل کېدو په اړه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان حکم پرون (چهارشنبه) د دغه هېواد په رسمي جریده کې خپور شو.

په دې جریده کې راغلي: "د خالوزي په اړه پرېکړه‌یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۷۳ نمبر پرېکړه‌لیک پر اساس او د یوه بهرني هېواد په غوښتنه په دې خاطر وکړه چې نوموړی د داعش د خراسان څانګې د ترورېستي ډلې له لوري کسان جذبول، په قاچاق‌یې وړل او همداراز یې دې ډلې ته پیسې برابرولې."

د امریکا خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول ادارې د ۲۰۲۱ په نومبر کې خالوزی د اسلامي دولت تمویلوونکی اعلان کړ او ویې‌ویل چې نوموړی د پیسو د نړیوالو انتقالاتو په وسیله په افغانستان کې د داعش عملیاتو ته پیسې لېږي او همداراز په افغانستان او سیمه کې د جګړې د پراخولو لپاره د انساني قاچاق د شبکو په وسیله بهرني جګړه‌مار ورلېږي.

د امریکا د خزانې وزارت پر اساس، خالوزي د دوو کلونو په مخه په ترکیه کې د پیسو د حوالې کاروبار کاوه او له دې طریقه‌یې داعش ته پیسې استولې.

ترکیې په ۲۰۱۳ م کال داعش چې په ځلونو یې په دې هېواد کې بریدونه کړي، ترورېستي ډله اعلان کړه.

په وروستیو کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کنت فرانک مک‌کنزي وویل، له افغانستانه د متحده ایالاتو د پوځیانو له وتلو وروسته داعش ډلې وده کړې او د دوامداره پراختیا په اړه‌‌يې اندېښنې موجودې دي.

ښاغلي مک‌کنزي د متحده ایالاتو د سنا جرګې د وسله‌والو خدماتو کمېتې ته په خبرو کې د داعش ډلې د پراختیا او ودې په اړه د اندېښنې ترڅنګ ویلي چې ښايي دا ډله د اوړي په موسم کې خپلې حملې زیاتې کړي.

خو طالبانو په افغانستان کې د داعش په اړه اندېښنې رد کړي او ویلي یې دي چې دا ډله له‌منځه وړل شوې ده.

XS
SM
MD
LG