د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۶

د ځینو افغان ترجمانانو د اندېښنو په اړه د سنډې مارنېنګ هیرالډ لیکنه


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • د بشري حقونو څار سازمان

د بشري حقونو د څار سازمان پر خپله وېب‌پاڼه په یوه مقاله کې د افغان نجونو پر تعلیم تمرکز کړی دی.

په مقاله کې زده‌کړو ته د نجونو د لاسرسي په برخه کې مرستندویه ادارو ته څلور لارښوونې وړاندیز شوې دي.

له توپیري چلند پرته د زده‌کړو تمویل، په بېلابېلو برخو کې د ښځو د زده‌کړو د مدافعینو ملاتړ، د هغو افغانانو ملاتړ چې د پوهنې د حق د دفاع په خاطر له تهدید سره مخامخ دي او پوهنې ته د لاسرسي د ټولو اړخونو څارنه هغه څلور ټکي دي چې د بشري حقونو د څار سازمان وړاندیز کړي دي.

طالبانو ژمنه کړې چې د روانې میاشتې په اوږدو کې به د نجونو ټول ښوونځي پرانیزي.

تر شپږم ټولګي پورته ځينو زده‌کوونکو چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له اوو میاشتو زیاته مودې راهیسې له ښوونځيو بې‌برخې وې، ازادي راډيو ته ویلي چې غواړي ښوونځي ته ستنې شي.

په هرات کې یوې ښځینه زده‌کوونکې ویلي چې د نوي کال تر ټولو ښه ډالۍ ورته بېرته ښوونځي ته تلل دي.

  • سنډې مارنېنګ هیرالډ

سنډې مارنېنګ هیرالډ په یوه مقاله کې د ځینو افغان ترجمانانو اندېښنو ته پام کړی چې په افغانستان کې د پاته شویو خپلوانو په اړه‌یې لري.

ورځپاڼې په افغانستان کې د استرالیايي، بریتانیايي او امریکايي ځواکونو له یوه پخواني ترجمان سره مرکه کړې چې اوس‌مهال د استرالیا د ملبورن ښار په یوه سیمه کې ژوند کوي.

ده ورځپاڼې ته ویلي چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو د کور په کور پلټنو سره د پخوا پرتله د خپلې کورنۍ په اړه اندېښمن دی.

په دې مقاله کې راغلي چې دی د استرالیا له حکومته هیله لري چې په افغانستان کې د ترجمانانو د کورنیو غړو ته د سفر ویزې ورکړي.

دا افغان ترجمان له خپلې مېرمنې او کوچنیانو سره له اتو ورځو هڅو وروسته د اګسټ په میاشت کې له افغانستانه ووت.

سنډې مارنېنګ هیرالډ وايي، د استرالیا د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د اګسټ له نیمايي راهیسې تر ۴،۰۰۰ زیات افغانان استرالیا ته رسېدلي دي.

ورځپاڼې ویلي چې دا کسان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له افغانستانه انتقال شوي دي.

XS
SM
MD
LG