د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۳

مالیزیا افغانستان ته تر یو نیم ملیون ډوزه زیات کرونا ضد واکسین ورکوي


ارشیف
ارشیف

مالیزیا وايي، افغانستان ته تر یو نیم ملیون ډوزه زیات کرونا ضد واکسین ورکوي.

د مالیزیا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر داتوک قمرالدین جعفر وویل، هېواد یې غواړي چې له کرونا او جګړه‌ځپلي افغانستان سره د یو ملیون او ۶ لکه ډوزه واکسین مرسته وکړي.

ده په عین حال کې وویل چې پر دې موضوع په افغانستان کې له چارواکو سره خبرې روانې دي.

دغه مالیزیايي چارواکي پرون د خپل هېواد د پارلمان د سوال او ځواب په غونډه کې وویل، د مالیزیا د یوې غیر حکومتي مؤسسې پلاوی د افغانستان او پاکستان په لور روان شو چې هلته د ۵۰ زره ډالرو په لګښت وسایل رانیسي.

XS
SM
MD
LG