د پاکستان حکومت پرون وویل چې د کرونا وبا له کبله لګولي بندیزونه پای ته رسوي.
د پاکستان د صدراعظم عمران خان د روغتیايي چارو سلاکار ډاکتر فیصل سلطان په یوه خبري غونډه کې وویل، سره له دې چې د کرونا له کبله بندیزونه لیرې کوي، خو د واکسین شرط به په خپل حال پاتې وي ځکه چې دا وبا لا پای ته نهده رسېدلې.
د پاکستان حکومت له پرېکړې سره سم به نور په ودونو، مذهبي غونډو او لوبغالو کې د خلکو پر رایوځای کېدو بندیز نهوي.