د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۹

د ناټو دفاع وزیران د روسیې له احتمالي بریده د غړو هېوادونو د ساتلو لپاره غونډه کوي


د ناټو او د ناټو د غړو هېوادونو بیرغونه
د ناټو او د ناټو د غړو هېوادونو بیرغونه

د ناټو دفاع وزیران نن په بروکسل کې په یوې ځانګړې غونډه کې دا مسئله څېړي چې څرنګه خپل غړي هېوادونه د روسیې له احتمالي بریده وساتي.

پر اوکراین د روسیې له برید وروسته ناټو په ختیځې اروپا کې د خپلو غړو هېوادونو امنیت ته اندېښمنه ده.

سپینه ماڼۍ وایي، ولسمشر جو بایډن راتلونکې اوونۍ په برکسل کې د ناټو په سرمشریزه کې برخه اخلي.

لوېدیځ ډیپلوماتان څرګندوي چې په دې غونډه کې به پر دې خبرې وشي چې څرنګه د اوکراین د جګړې په خاطر لوېدیځ یوځایي روسیې ته ځواب ورکولای شي.

ټاکل شوې ده چې دا غونډه د مارچ په ۲۴مه ترسره شي. ناټو په تېرو نږدې درېیو اوونیو کې چې روسیې پر اوکراین برید کړی دی څو ځلې د وزیرانو په کچه غونډې ترسره کړې دي، خو دا لومړی ځل دی چې د ناټو مشران سره راغونډېږي.

نن هم د ناټو دفاع وزیران په بروکسل کې ځانګړې غونډه لري.

پرون (سې شنبه د مارچ ۱۵) د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وویل چې د اروپا په ختیځ کې د نورو پلیو، سمندري او هوایي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو امکان شته.

ده زیاته کړه: ​"د اوس لپاره د ناټو په سلګونو زره سرتېري د تیارسی په حال کې دي، یو لک امریکایي سرتېري په اروپا کې دي چې نږدې ۴۰ زره‌یې د ناټو تر مستقیمې قوماندې لاندې دي، د دې ځواکونو اکثریت په ختیځې اروپا کې مېشت دي."

د ناټو د غړو هېوادونو لور ته د اوکراین د کړکېچ د خپرېدو خطر شته او د ناټو سرمنشي ښاغلي سټولټنبرګ وویل چې دا مهمه ده چې د غړو هېوادونو پولې له نږدې وڅارل شي او د جګړې د پراخېدو مخه ونیول شي.

XS
SM
MD
LG