د افغانستان د فوټبال ملی لوبډله د مارچ میاشتې په ۲۴مه نېټه د ماداګاسکار له ملي لوبډلې سره دوستانه لوبه کوي.
د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز معشوف ازادي راډیو ته وویل، ټاکل شوې چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلی لوبغاړی په لس ورځني تمریني کمپ کې د ګډون لپاره ترکیې ته ولاړه شي.
د ښاغلی معشوف په خبره، یاد تمریناتي کمپ چې د اسیا ملتونو جام ته د تیارۍ لپاره جوړیږی، د مارچ په ۲۰مه پیل او د همدې میاشتې تر دیرشمې به دوام وړکړ.
د همدې تمریناتي کمپ په لړ کې به د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د مارچ په ۲۴ د ماداګاسکار د فوټبال له لوبډلی سره هم یوه دوستانه لوبه وکړی.
ټاکل شوې په دې لوبه کې د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې نوې لوبغاړې، رحمت اکبري، حسین کارنیل، سلیمان زرمتی او امید موسوي هم ګدون وکړي او دغه شان انوش دستګیر به هم په ترکیې کې د فوټبال له ملي لوبډلې سره یوځای شي