د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۳

ځینې ارزګانیان: طالبان دوسیې پر وخت نه څېړي، یوې او بلې ورځې ته یې سپاري


اعتراض کوونکي ارزګانیان
اعتراض کوونکي ارزګانیان

په ارزګان کې ولایت کې ډېری خلک شکایت کوي چې دغلته د طالبانو د عدلي او قضايي ارګانونو له لوري یې دوسیې پر وخت نه څېړل کېږي.

دوی وايي، میاشتې ووتې چې دوی ته یې دوسیې وړاندې کړي، خو دوی یې یوې او بلې ورځې ته سپاري او په وینا یې دغه چاره د دې لامل شوې چې زیات شمېر سیمو کې خلک اوس ګوته په ماشه ناست وي او وېره شته چې ګڼ کسان به خپلو کې سره ووژني.

تازه د ارزګان د چورې ولسوالۍ د عثمان زو په نوم د قوم لسګونه تنه چې له حشزو قوم سره د ځمکې په سر جنجال لري د دې ولسوالۍ په بازار کې د اعتراض په بڼه راټول شوي او پر طالبانو غږ کوي چې دوسیې دې یې ژر وڅېړلي.

د عثمان زو د قوم یوه مشر ولي محمد ازادي راډيو وویل: "سیمه کې د حشزو د قوم سره مو پر ځمکه د کلونو راهیسې دعوه ده، دا موضوع یو ځل د طالبانو د تېر حکومت پر مهال حل شوې هم وه، خو د حشزو د قوم خلکو پر یاده ځمکه بیا دعوه کړې. موږ بیا د طالبانو عدلي او قضايي ارګانونو ته مخه کړه خو له بده مرغه دوی هېڅ غږ نه اوري، ځکه محکمه کې د حشزو د قوم کسان موجود دي نو ځکه مو دوسیې نه څېړل کېږي. موږ د دې ځمکې اسناد په لاس کې لرو."

د دې سیمې یو بل قومي مخور نور الله بیا وايي، که دې موضوع ته طالبان جدي پام ونه کړي، نو سیمه کې به لسګونه کسان خپل ژوند له لاسه ورکړي او په وینا یې اوس هم د دواړو قومونو کسان یو بل ته ګوته په ماشه ناست دي.

اعتراض کوونکي خلک
اعتراض کوونکي خلک

د حشزو د قوم خلکو د دوی د ادعا په اړه ازادي راډیو ته څه نه دي ویلي.

خو د ارزګان ولایت مسولین بیا وايي د چورې د ولسوالۍ د خلکو موضوع به حل شي، خو په وینا یې اعتراض یې ځکه بې ځایه دی چې دوی په دولتي ځمکه دعوه کړې.

دا یوازې د چورې ولسوالۍ اوسېدونکي نه دي چې شکایت کوي بلکې د مرکز ترینکوټ اوسېدونکي هم له ورته ستونزو سر ټکوي.

د ارزګان ولایت د یکلنګي د سیمې اوسېدونکی حاجي ولي محمد هم یو له هغه کسانو څخه دی چې عدلي او قضايي ارګانو کې دوسیه لري.

نوموړی وايي:"زما زوی وژل شوی، هغه کس هم پېژنم چې زما زوی یې وژلی د، ما دولت عریضه وکړه، خو د طالبانو په عدلي او قضايي ارګانونو کې زما دوسیه د مقابل لوري په ګټه تمام شوه ځکه چې هغه پیسې لرلې."

د ارزګان ولایت د مقام مسولین د فساد تورونه ردوي او وايي، دوی د خلکو د دوسیو لا ښه څېړنو او عدالت په خاطر یو ۵ کسیز پلاوی ګمارلی دی.

د یادې ادارې ویاند محمد مدثر ازادي راډيو وویل،د دوسیو د ځنډ لامل د خلکو د ستونزو زیاتوالی دی.

په ارزګان ولایت کې د خلکو غوښتنې دا دي چې د طالبانو حکومت د خلکو دوسیې پر وخت وڅېړي او خپلو ادارو کې کار کوونکي زیات کړي او د فساد مخه دې ونیسي.

XS
SM
MD
LG