د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۱

ارزګان کې د کرونا وېروس د درملنې ۲۰ بستریز روغتون پرانېستل شو


ارزګان کې د کرونا ویروس د درملنې نوی روغتون
ارزګان کې د کرونا ویروس د درملنې نوی روغتون

د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د کرونا ویروس د ناروغانو د درملنې په موخه ۲۰ بستریز روغتون پرانېستل شو.

د دغه ولایت د عامې روغتیا ریيس ډاکټر محمد الله روحاني د یاد روغتون د پرانېستې پر مهال وویل، دې روغتون کې به د کرونا تشخیصه لابراتوار هم فعال کړي.

دی وايي: "دا چې نړۍ د کووېډ-۱۹ د نوې بڼې 'اومېکرون' له ګواښ سره مخ ده، نو اړ شو چې د کرونا پر ویروس د اخته ناروغانو د درملنې لپاره ۲۰ بستریز روغتون پرانیزو، ددې روغتون ټول پرسونل پوره دي."

نوموړی وايي، دغه ولایت کې یې په درېیو ورځو کې د کرونا ۲۳۸ نمونې اخیستي دي چې ۱۹ یې مثبت شوي او ۱۴۷ منفي دي.

ښاغلی روحاني وايي، دغه ولایت کې زیات شمېر نور کسان هم په کرونا ویروس اخته دي، خو د نمونو لپاره روغتون ته راځي.

د ترینکوټ د ولایتي روغتون رییس ډاکټر غلام حیدر حسامي وویل، په نږدي راتلونکو ورځو کې په یاد روغتون کې د اکسیجن د تولید ماشین هم فعال شي چې په اوسط ډول د ورځې له ۴۰ نیولی تر ۴۵ بالونو پورې به اکسیجن تولید کړي.

په ارزګان ولایت کې د روغتیا د نړیوال سازمان مسؤل ډاکټر معروف خېل وویل، له دې وړاندې د کرونا د وارډ د مسولینو د بې غورۍ له امله وتړل شو چې اوس بیا پرانېستل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال دغه ولایت کې د کرونا ویروس د ناروغانو د درملنې لپاره نوی روغتون جوړیږي چې کارونه یې شااوخوا ۹۰ سلنه بشپړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG