د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۱

د اسیا پراختیایي بانک د ټاپي پروژې د تمویل چارې درولي


د ټاپي پروژه
د ټاپي پروژه

د اسیا پراختیایي بانک چې له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو د لېږد د پروژې تمویلونکی دی، په داسې وخت کې د ټاپي له تمویله د لاس اخېستو خبر ورکوي چې طالبانو تازه هیله ښکاره کړې وه چې ډېر ژر به د دې پروژې عملي چارې پيل شي.

د ټاپي پروژې د تمویل چارې اسیا پراختیایي بانک درولی دی. علت یې دا یاد شوی دی چې د طالبانو حکومت ملګرو ملتونو په رسمیت نه دی پیژندلی.

د ټاپي پروژې ستره برخه د افغانستان له خاورې تیریږي. د پاکستان د انرژي وزارت یوه چارواکي پاکستاني رسنیو ته ویلي دي چې د اسیا پراختیایي بانک د ټاپي پروژې په تړاو خپل ټول فعالیتونه درولي دي.

په پاکستان کې چاپیدونکې خپرونې 'نیوز انټرنېشنل' د دې هېواد د انرژي د وزیر خبره رااخیستې ده چې وایي، د اسیا د پراختیایي بانک له لوري د ټاپي پروژې د تمویل چارې دریدلې دي.

طالبانو شااوخوا دوې اوونۍ مخکې وویل، دوی د ټاپي اجراییه رییس محمد میرات امانوف او په افغانستان کې د ترکمنستان سفیر خواجه عوض اوف ته د ټاپي امنیتي طرحه سپارلې ده.

TURKMENISTAN -- Taliban delegation holds talks with Turkmen Foreign Minister in Ashgabat, February 6, 2021
TURKMENISTAN -- Taliban delegation holds talks with Turkmen Foreign Minister in Ashgabat, February 6, 2021

د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند عاقل جان عزام وایي: "سفیر او اجراییه رییس له امنیتي پلوه ډاډ څرګند کړ او ویې ویل چې د ټاپي چارې نورې بشپړې شوې دي او په نژدې راتلونکو ورځو کې به یې عملاً کار پیل شي."

ټاپي پروژه چې شااوخوا یو زر اتلس سوه کیلومتره اوږده ده له بشپړېدو سره به یې هرکال شااوخوا درې دېرش میلیارډه متره مکعب طبیعي ګاز له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته انتقال کړي.

د پاکستاني رسنیو په وینا، افغانستان به له دې پروژې هره ورځ تر سل میلیونه متر مکعب پورې ګاز ترلاسه کوي.

د اسیا پراختیایي بانک د ټاپي پروژې چارې په داسې وخت کې درولې دي چې د طالبانو له واکمنۍ نژدې اووه میاشتې تیریږي او تراوسه د دوی حکومت چا په رسمیت نه دی پېژندلی.

د اسیا پراختیایي بانک ویلي دي چې له یو شمېر نورو هېوادو سره به په ګډه د افغانستان د وضعیت څارنې ته ادامه ورکړي.

XS
SM
MD
LG