د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۳۶

د اوکراین او سکاټلنډ ترمنځ د فوټبال سیالې وځنډېده

د اوکراین د فوټبال لوبډله
د اوکراین د فوټبال لوبډله

د اوکراین او سکاټلنډ ترمنځ د فوټبال سیالې وځنډېده.

د دیدار په نوم د ورزشي خبرونو د ویب پاڼې د راپور پر بنسټ،په قطر کې د کېدونکي ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام سیالیو نیمه وروستی پړاو چې تمه وه د مارچ په ۲۴مه وشي، ځنډېدلی دی.

د اوکراین د فوټبال ټولنې پر دې هېواد د روسیې د پوځي یرغل له امله، د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا څخه غوښتي و چې د سکاټلنډ پر وړاندې د اوکراین سیالي یوې بلې نېټې ته ولېږدوي.

اوس‌مهال فیفا د سکاټلند او اوکراین ترمنځ د سیالۍ لپاره د یوې بلې نېټې په لټه کې ده، څو دا لوبه وشي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG