د فبروري په ۲۴مه پر اوکراین د روسیې له برید وروسته د دواړو هېوادونو د پلاوو ترمنځ دوه ځلې په بلاروس کې خبرې شوي خو د خبرو د درېیم پړاو خبر د اوکراین د مرکچي پلاوي مشر دیوید اراخامیا وړمه ورځ پر خپله فېسبوک پاڼه ورکړ.
د روسیې دفاع وزارت نن اعلان وکړ چې په سیمه ییز وخت د سهار په ۱۰ بجو به حملې بندې کړي څو د اوکراین له پلازمېنې کېف او له ماریوپول، خارکېف او سومي ښارونو څخه ملکي وګړي ووځي.
اوکرایني چارواکو د روسیې له خوا د اعلان شوي اوربند په ځواب کې تراوسه څه نه دي ویلي.
د اوربند په تېرو موافقو کې د ملکي وګړو د وتلو هڅو نتیجه نه وه ورکړې.
د اوکراین په ختیځ کې روس پلوو بېلتون پالو او اوکرایني چارواکو له ماریوپول ښار څخه د لسګونه ملکي وګړو د وتلو په هدف د یو بشري دهلېز په رامنځ ته کولو کې د ناکامۍ پړه پر یو بل اچولې ده.
روسیې د ملکي وګړو د استوګنې پر سیمو د راکټي حملو راپورونه رد کړي او پر اوکراین خپل برید ځانګړي پوځي عملیات بولي خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي چې متحدوایالاتونو پر ملکي وګړو د روسیې د عمدي حملو کره راپورونه لیدلي دي.
ښاغلي بلېنکن چې ختیځې اروپا ته د سفر په حال کې دی همداراز ویلي چې امریکا او متحدان یې له روسیې څخه د تېلو پر وارداتو د بندیز لګولو لپاره د جدي بحثونو په حال کې دي.
کېف پرون پر لوېدیځو هېوادونو غږ وکړ چې پر روسیې بندیزونه نور هم زیات کړي او د روسي جنګي الوتکو په ګډون یې د نورو وسلو غوښتنه وکړه.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي یوځل بیا پر دې غوښتنه ټينګار وکړ چې د ده د هېواد پر فضا دې د الوتنو د ممنوعیت زون رامنځ ته شي.
ناټو تر اوسه دا احتمال رد کړی دی ځکه وېره لري چې له روسیې سره مستقیم تقابل ښايي د نړیوالې جګړې باعث شي.