د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

په ټولنیزو رسنیو کې په پتینګړه کاکۍ مشهوره ندیمه لادرکه شوې 


پتینګړه کاکۍ
پتینګړه کاکۍ

په ټولنیزو رسنیو کې په پتینګړه کاکۍ مشهوره ندیمه لادرکه شوې ده.

ندیمه چې له کاناډا نه افغانستان ته تللې وه، له ډېره وخته یې د نجونو د زده کړو په برخه کې فعالیت درلود او هم یې په خواله رسنیو خلکو ته په بېلابېلو موضوع ګانو په تېره بیا له ښځو سره د چار چلند په اړه ویډیوګانې جوړولې.

د ندیمې خپلوانو یو شمېر رسنیو ته تائید کړې چې له څه باندې شلو ورځو راهیسې د هغې په اړه معلومات نه لري.

ندیمې په خپلو ټولنیزو پاڼو باندې وروستی ویډیويي پيغام د فبروري په نهمه خپور کړی و چې په کې د طالبانو ځواکونو ته له خلکو سره د ښه چلند سپارښتنې کوي.

پتینګړه کاکۍ په ډېر وخت د خپل شکل په بدلولو سره په طنزي ډول د ټولنې په ځینو ناخوالو غږېده
پتینګړه کاکۍ په ډېر وخت د خپل شکل په بدلولو سره په طنزي ډول د ټولنې په ځینو ناخوالو غږېده

ندیمه دې ویډیو کې وایي:" زه غواړم تاسو ته یوه خبره وکړم خصوصاً زموږ نویو ورورڼو او نویو ژڼو ته! ګلانو درنه جار مې کړئ د خپل وطن په خلکو او تاسو مې زړه بدیږي ځکه دا خبرې درته کووم. تاسو چې په دا رنجرو کې روان یئ دا ټوپک داسې ( مخامخ ) مه نیسئ. یا خپل سر پرې ږدئ. خدای ته وګورئ سبا به درنه ډز شوی وي. یا به مخ ته څوک وولئ یا به خپل ځان ووهئ. بس زړونه وګټئ. موږ او تاسو محبت زیاتیږي."

د طالبانو حکومت تر دې دمه د ندیمې/پتینګړې کاکۍ د لادرکې په اړه څه نه دي ویلي.

د عظیم عظیمي په نوم یو بل مدني فعال چې غوښتل یې د پاکستان ضد لاریون تنظیم کړي له څو اوونیو راهیسې زنداني دی.

طالب چارواکو مخکې له دې هم د ګڼو هغو فعالانو په اړه له څه ویلو ډډه کوله چې لادرکه شوي و.

تمنا زریاب پریاني، پروانه ابراهیم خیل او د ښځو د امن له یوه کوره لسګونه فعالانې په یو وار وړل شوې وې چې بیا له څه وخت وروسته طالبانو خوشې کړې.

تمنا زریاب څه موده وړاندې د طالبانو له خوا نیول شوې وه خو بېرته خوشې شوه
تمنا زریاب څه موده وړاندې د طالبانو له خوا نیول شوې وه خو بېرته خوشې شوه

طالبانو همدا تېره جمعه خپل یو بل منتقد د پوهنتون استاد او سیاسي شننونکی سید باقر محسني بندي کړ او له شااوخوا درېیو ورځو وروسته یې د یکشنبې په ورځ خوشې کړ.

ښاغلي محسني له بنده تر خلاصېدو وروسته ازادي راډیو ته وویل:" د جمعې په مازیګر د کابل له شهرنو سیمې نه استخباراتو یو ناپيژانده ځای ته ( یوړل شوم) شااوخوا درې ورځې مې هلته تېرې کړې. مناسب برخورد وو. کومه خاصه موضوع چې تعقیب شي یا یې شک جوړ کړی وي نه وه موجوده. ځینې سطحي موضوع ګانې وې چې د دواړو لوریو په توضیح سره حل شوې."

د طالبانو له بنده یوې بلې تازه خوشې شوې افغان فعالې وحیدې امیري په خپل ټوېټر باندې د زندان د مودې او ورسره د شوي چلند په اړه ځینې څرګندونې کړي.

هغې لیکلي، یوه اوونۍ وړاندې تر شاوخوا اولسو ورځو زندان وروسته له بنده خلاصه شوه خو د خپل ځان او نورو ښځو ترخه برخلیک اندېښمنه کړې.

اغلې امیري زیاته کړې ډېرې خبرې لري او په وخت به یې بیان کړي.

د بشري حقونو د څار سازمان د جَنوبي اسیا څانګې د افغانستان کمپاینرې سمیرا حمیدي په خپل ټوېټر لیکلي چې د طالبانو له خوا د عمومي عفوې اعلان یوه ټوکه ده.

هغې انتقاد کړی چې طالبان د بشري حقونو او سیاسي فعالان د وسلې او زور له لارې غلي کوي.

د طالبانو حکومت تازه د بشري حقونو د څار سازمان د دې خبرو په غبرګون څه نه دي ویلي خو مخکې یې انتقاد کړی و چې ځینې سازمانونه د افغانستان په تړاو له پروپاګنده کار اخلي.

XS
SM
MD
LG