د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

د روسیې او اوکراین ترمنځ نن درېیم پړاو خبرې پیلیږي


ارشیف؛ د اوکرایني او روسي پلاوو ترمنځ خبرې
ارشیف؛ د اوکرایني او روسي پلاوو ترمنځ خبرې

روسي او اوکرایني مرکچیان نن د درېیم ځل لپاره داسې وخت خبرې پيلوي چې دواړو خواوو د دې اوونۍ په پیل کې د بشري دهلېزونو په پرانیستلو موافقه وکړه ترڅو ملکيان اجازه پیدا کړي چې د اوکراین په جنوب ختیځ کې له محاصره شويو سیمو ووځي.

د تازه راپورونو په اساس اوکرایني چارواکو مسکو تورن کړی چې اوربند یې په بیا بیا مات کړی.

د اوکراین د صدراعظم مرستیالې ایرینا ویرشچوک یکشنبه ناوخته له پلازمېنې کېف څخه په یوه ویډیويي پیغام کې وویل:" له بده مرغه، زه باید اعتراف وکړم چې موږ ونشو کولای نن بیا د روسیې د ګولیو لاندې بشري دهلېز پرانیزو. روسانو بیا په بې شرمۍ سره په هغه لاره بمباري وکړه چې زموږ بشر دوستانه کاروان باید پرې تېر شوی وای"

د اوکراین د صدراعظم مرستیالې ایرینا ویرشچوک
د اوکراین د صدراعظم مرستیالې ایرینا ویرشچوک

اغلې ویرشچوک له روسیې وغوښتل چې د بشري دهلیز د پرانیستلو لپاره بمبارۍ او بریدونه ودروي.

مسکو شنبه اعلان وکړ چې د اوکراین په ختیځ کې یې د دونیڅک په دوو ښارونو بیا بریدونه پیل کړي دي.

له بلې خوا ملګرو ملتونو پرون وویل چې پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل له پیل راهیسې د هغو اوکرایني اتباعو شمېر چې له خپل هېواده وتلي دي نږدې یو نیم میلیونو ته رسېدلی دی.

دا هغه شمېر کسان دي چې ځانونه یې تر پولنډ، رومانیا، سلواکیا او نورو هېوادونو رسولي، په داسې حال کې چې ملګري ملتونه وايي لسګونه زره نور اوکراینیان په کور دننه ځایه شوي هم دي.

روسیې د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین پوځي یرغل پیل کړل.

له هغه وخت راهیسې، د روسیې او اوکراین مذاکره کوونکو په بلاروس کې دوه ځلې سره لیدلي، چیرې چې اوکراین د اوربند غوښتنه کړې او په مسکو یې غږ کړی چې له اوکراین څخه خپل سرتیري وباسي.

د اوکراین او بلاروس ترمنځ دوهم پړاو خبرې
د اوکراین او بلاروس ترمنځ دوهم پړاو خبرې

د اوکراین د مذاکره کوونکي ټیم یوه غړي ډیویډ اراخامیا پرون په خپله رسمي فېسبوک پاڼه کې اعلان وکړ چې د دواړو لورو ترمنځ خبرې به نن له سره پيل شي.

په همدې حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرون وویل چې مسکو د خبرو نتیجې ته خوشبین نه دی او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي یې تورن کړ چې د ناټو له پوځي تړون سره د مرستې په هڅه کې د کېف او مسکو ترمنځ خبرو ته زیان رسوي.

لاوروف بیا وویل مسکو له اوکراین سره درېیم پړاو خبرو ته چمتو دی.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت هم له روسیې سره د درېیم پړاو خبرو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ، خو ویلي یې دي په دې شرط چې خبرې رښتیني وي.

XS
SM
MD
LG