د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۳

د هوا پېژندنې اداره: په ۲۷ ولایتونو کې د درنو واورو، بارانونو او د سیلابونو اټکل شوی


ارشیف؛ په پروان کې له سختو سیلابونو وروسته
ارشیف؛ په پروان کې له سختو سیلابونو وروسته

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې ویلي د پلازمېنې کابل په شمول په ۲۷ ولایتونو کې د درنو واورو، بارانونو او د سیلابونو د راوتلو اټکل شوی دی.

د دې ادارې د هوا د حالاتو د وړاندوینې مسؤل نسیم مرادي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:" په دغو لاندې ولایتونو کې د واورې اورېدو، نسبتاً سختو بارانونو او سیلابونو د راوتلو احتمال شته. هرات، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سمنګان، سرپل، غور، اروزګان، کابل، دایکندي، غزني، بامیان، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، خوست، پروان، کاپیسا، بغلان، پنجشیر، ننګرهار، نورستان، کنړ، تخار، بدخشان او د سالنګونو لویه لار."

ښاغلی مرادي زیاتوي چې د زیانونو د کمولو لپاره له اړوندو ادارو سره تماس نیول شوی دی.

د افغانستان د هوا پېژندنې اداره وايي، په بېلابېلو سیمو کې به د باران اندازه له ۱۵ تر ۳۰ میلي مترو او واوره به له ۱۵ تر ۳۰ سانتي متره وي.

دې ادارې په ټولنیزو رسنیو باندې عامه خبرداریو راپورونه هم ورکړي.

د هوا پېژندنې اداره وايي چې د شنبې په ورځ د هېواد له لوېديځ څخه توپانونه پيل شوي او احتمال شته چې په راتلونکو ورځو کې هم د باران لړۍ دوام ومومي.

د افغانستان په ګڼو سیمو کې له دې مخکې هم درنو واورو او سختو بارانونو خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.

برفکوچونه، ځمکې ښوویدنې او د خطرناکه سیلابونو راوتل هغه لویې ستونزې دي چې ډېری وخت له درنو واورو او بارانونو وروسته افغانان ورسره سرد چاره وي.

XS
SM
MD
LG