د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۵

اوکراین: روسي پلاوي د خبرو مېز ته غیر منطقي وړاندیزونه راوړي وو


روسي او اوکرایني پلاوي
روسي او اوکرایني پلاوي

د روسي او اوکرایني پلاوو د خبرو دوهم پړاو پرون پنجشنبې ناوخته پیل شو.

د اوکراین د ولسمشر سلاکار میخاییلو پودولیاک تېره شپه ناوخته د خبرو په پای کې پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې له بده مرغه له خبرو هغسې نتیجه نه ده ترلاسه شوې چې اوکراین یې غواړي خو یوازې په دې سلا شوې چې ملکي وګړو ته به له ښارونو څخه د وتلو لپاره لارې ورکول کېږي.

د دواړو خواوو په لومړی پړاو خبرو کې پرمختګ احساس نه شو او اوکراین وویل، روسي پلاوي د خبرو مېز نه غیر منطقي وړاندیزونه راوړي وو.

د اوکراین د ولسمشر سلاکار میخاییلو پودولیاک Podolyak پر خپله ټویټرپاڼه د دوو خواوو د مرکچي پلاوو د عکس د خپرولو ترڅنګ لیکلي، اوکراین د خبرو اترو په دې پړاو کې د فوري اوربند، د دښمنۍ د بس کېدو او له هغو ښارونو چې تر سختو او پر له پسې بمباریو لاندې دي، د ملکي وګړو د وتلو لپاره د یوه دهلېز یا کورېډور د رامنځته کېدو غوښتونکی دی.

د اوکراین پلاوی
د اوکراین پلاوی

د دوو خواوو د خبرو لومړی پړاو څلور ورځې وړاندې د اوکراین پولې ته نژدې د بېلاروس په خاوره کې ترسره شو.له لومړی پړاو خبرو وروسته اوکرایني پلاوي وویل، روسي پلاوي غیرمنطقي وړاندیزونه لرل.

روسیې سره خبرو کې هغسې نتیجه نه‌ده ترلاسه شوې څرنګه یې چې غواړو

روسیه لا هم په دې ټینګار کوي چې اوکراین دې غیر پوځي شي او له نازي توبه دې لاس واخلي. په داسې حال کې چې روسیې پر اوکراین یرغل کړی، دا هېواد د اوکراین اقدامات د جرمني د نازي رژیم له اقداماتو سره ورته بولي.

خو په دې منځ کې لوېدیځ چارواکي د روسیې استدلال د اوکراین د نیولو لپاره چل ګڼي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ هم په لوی اکثریت پر اوکراین د روسیې یرغل غندلی دی.

له بلې خوا د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره پرون پنجشنبې ټېلیفوني خبرې وکړې او هغه ته یې پر اوکراین د یرغل په اړه وویل چې ستره تېروتنه یې کړې ده.

د فرانسې د ولسمشر یوه سلاکار چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې ولسمشر مکرون خپل روسي ساري ته وویل، د اوکراین د حکومت په اړه یې انګېرنه ناسمه ده او ځان ته درواغ وايي.

مسکو د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زلنسکي حکومت غیر ډموکراټیک ګڼي، حال دا چې زلنسکي د ۲۰۱۹ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ۷۳ سلنه رایې ګټلې وې.

په همدې حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف رسنیو ته ویلي، روسان نه، بلکې لوېدیځوال د اټمي جګړې په فکر کې دي.

ده دا خبره وروسته له دې وکړه چې پوتین د خپل هېواد اټمي ځواکونو ته د تیارسۍ امر وکړ او دا مساله له انتقادونو سره مخامخ شوه.

XS
SM
MD
LG