د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۹

د نړۍ ۱۴۱ هېوادونه: روسیه دې بې له قید و شرطه خپل سرتیري له اوکراینه وباسي


روسي سرتیري
روسي سرتیري

د نړۍ ۱۴۱ هېوادونو پر اوکراین د روسیې د یرغل د غندولو په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ پرېکړه لیک ته رایې ورکړې، خو یوازې ۵ هېوادونو؛ بېلاروس، شمالي کوریا، سوریې، اریتریا او روسیې د هغه مخالفت وکړ.

پرېکړه لیک پر اوکراین د روسیې یرغل په کلکه غندلی او له روسیې غواړي چې خپل ټول پوځیان د اوکراین له خاورې بې قید و شرطه وباسي.

پرېکړه لیک همدا راز د جګړې په لړ کې د ټولو نړیوالو بشري قوانینو او د بشري حقونو سرغړونې غندلي دي.

یوکراین کې بشري وضعیت
یوکراین کې بشري وضعیت

پر پرېکړه لیک د رای اخیستلو په مهال د هند، چین، عراق او ایران استازي حاضر نه وو.

هند او چین تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له یوه بل پرېکړه لیک څخه هم ډډه کړې وه، ځکه چې هند د روسیې په پوځي وسایلو اتکا کوي، خو د چین ولسمشر شي جین پینګ چې له لوېدیځ سره د سیالۍ هڅه کوي، نه غواړي چې له پوتین سره اړیکې خرابې کړي.

په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي په غونډه کې د نه ګډون د توجیه کولو لپاره ادعا وکړه چې دا پرېکړه لیک د اوسني کړکېچ پېچلتیا او تاریخ په پام کې نه دی نیولی خو د هند استازي ټي. ایس تیروموراتي د سولې لپاره د نورو خبرو غوښتنه وکړه او ویې ویل د ده په نظر به وضعیت بدل شي.

د ملګروملتو د عمومي اسامبلۍ پرېکړه لیک قانوناً لازم الاجرا نه دی؛ یعني دا پرېکړه لیک به پر روسیې چندان اغېز ونه لري.

XS
SM
MD
LG