د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۶ غبرګولی ۱۴۰۱ کابل ۱۱:۳۱

کابل ښاروالۍ: د ونو پرې کول جرم دی، سرغړونکی به یې نغدي جریمه شي


آرشیف- په لغمان کې ځینې ونې پرې شوي وې.

د نیالګیو کینولو د موسم په پیلېدو سره، کابل ښاروالۍ یو ځل بیا ټینګار کوي چې د ونو پرې کول او هغو ته زیان رسول جرم دی.

د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزی وایي، تېر کې هم د چاپیریال ساتنې قوانین پلي شوي او اوس به یې هم دوی تطبیق کړي.

ښاغلی بارکزي ازادي راډیو ته وویل، کابل ښاروالۍ هرکال د هرې ونې پر اوبولو او ساتلو له ۲۵۰۰ تر درې زرو افغانیو لګښت کوي، نو هغوی چې ونې پرې کوي او زیان ورسوي باید جریمه پرې کړي.

بارکزي زیاته کړه: "هره ونه چې له منځه یوسي، لګښت یې مشخص دی. موږ په ډېرې اسانۍ سره کولی شو، د ونې عمر معلوم کړو او د ونې د عمر پر بسټ به له سرغړونکي څخه جریمه واخلو. د بېلګې په ډول، که یوه ونه پنځه کلنه وي او څوک ورته زیان ورسوي، ۱۵ زره افغانۍ به جریمه شي."

کابل ښاروالۍ
کابل ښاروالۍ

کابل ښاروالۍ په داسې حال کې د نیالګیو او ونو پر ساتنه او د چاپیریال ساتنې د قوانینو له سرغړونکو سره د قانوني چلند خبره کوي چې همدا اوس کابل ښاریان له ککړې هوا او ککړ چاپیریال څخه شکایت کوي.

د کابل ښار دوو اوسېدونکو، حسن حسینیار او شکیلا د کابل ښاروالۍ له دې پرېکړې په هرکلي سره ازادي راډیو ته وویل: "د نیالګي له کینولو د هغې ساتنه مهمه ده، هیله لرو چې دا ځل کابل ښاروالۍ د ونو د ساتلو او اوبولو برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي او له هغو کسانو سره قانوني چلند وکړي چې ونې پرې کوي.

-د جګړې په کلونو کې شین چاپیریال ته ډېر پام نه دی شوی، نو د ونو پرېکوونکو په اړه کومه مقرره چې اوس د کابل ښاروالۍ له لوري خپره شوې او له دوی سره به قانوني چلند کېږي، دا یو ښه ګام دی."

د کابل ښاروالۍ له لوري د خپرو شوېو شمېرو له مخې، په کابل کې ۳ میلیونه ونې شته چې د ساتنې او اوبه کولو مسوولیت یې د دوی په غاړه دی.

XS
SM
MD
LG