د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۶

فیفا او یوفا د روسیې د فوټبال ملي ټیم له نړیوالو سیالیو منع کړل


ارشیف، د روسیې د فوټبال یو مینه وال
ارشیف، د روسیې د فوټبال یو مینه وال

د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا او د اروپا د فوټبال فدراسیون یوفا د روسیې د فوټبال ملي ټیم او د دې هېواد د لیګونو ټول ټیمونه له نړیوالو سیالیو څخه منع کړل.

د دواړو فدراسیونونو د ګډې اعلامیې له مخې دغه اقدام یې د اوکراین له خلکو سره د پیوستون په خاطر کړی دی.

له دې سره هم مهاله د روسیې د ګاز پروم شرکت له خوا د اروپا د فوټبال د ټیمونو تمویل هم بند شوی دی.

دغه اقدام پر اوکراین د روسیې د حملې په غبرګون کې شوی دی.

XS
SM
MD
LG