د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۴

د اوکراین پلاوی د بلاروس سرحد ته رسېدلی؛ له روسي چارواکو سره خبرې پیل شوې


د روسیې او اوکراین پلاوي
د روسیې او اوکراین پلاوي

د دفاع وزیر اولیکسي ریزنیکوف او د ولسمشر د سلاکار میخایلو پودولیاک په ګډون د اوکراین پلاوی نن له روسي چارواکو سره د خبرو لپاره د بلاروس سرحد ته ورسېدل او د وروستیو راپورونو له مخې د سولې خبرې پیل شوي.

د اوکراین جمهوري ریاست په یوه بیان کې وايي چې اوکراینی پلاوی به د سولې د خبرو کې د سمدستي اوربند او له اوکراینه د روسي سرتېرو د وتلو پر غوښتنه ټینګار وکړي.

د سولې خبرې په داسې حال کې پیل شوې دي چې د راپورونو له مخې د روسیې هوايي ځواک د اوکراین پر خارکېف او چیرنيهیف ښارونو درنې بمبارۍ کړي او روسیه ادعا کوي چې د روسیې په جنوبي سیمه زاپاروژیا کې یې د بیردیانسک او اینیر هودار ښارونه او د زاپاروژیا د اټومي انرژۍ تاسیسات یې نیولي دي.

له بلې خوا د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي نن په یوه نوي پیغام کې پر یرغلګرو روسي سرتېرو غږ وکړ چې خپلې وسلې کېږدي.

زیلینسکي نن په یوه نوي پیغام کې پر یرغلګرو روسي سرتېرو غږ وکړ چې خپلې وسلې کېږدي.
زیلینسکي نن په یوه نوي پیغام کې پر یرغلګرو روسي سرتېرو غږ وکړ چې خپلې وسلې کېږدي.

هغه وویل تجهیزات مو پرېږدئ او له دې ځایه ووځئ.

هغه روسي سرتېرو ته ویلي پر خپلو قوماندانانو باور مه کوئ، پر تبلیغاتو باور مه کوئ، یوازې خپل ځان وژغورئ.

د زیلینسکي په وینا تر اوسه له څلورنیم زره روسي سرتېري تر اوسه وژل شوي دي.

د روسي سرتېرو د وژنې دا شمېر تر اوسه خپلواکو سرچینو نه دی تائید کړی خو پرون د روسیې پوځ د شمېرو له ښودلو پرته وویل چې یو شمېر پوځيانو ته یې مرګ ژوبله اوښتې ده.

په همدې حال کې د اوکراین د کورنیو چارو د وزارت سلاکار انتون هاراشینکو نن وویل، د روسي ځواکونو د توغندیو په حملو کې لسګونه خلک وژل شوي.

اوکرایني چارواکي وایي د روسي ځواکونو د توغندیو په حملو کې لسګونه خلک وژل شوي.
اوکرایني چارواکي وایي د روسي ځواکونو د توغندیو په حملو کې لسګونه خلک وژل شوي.

هغه د خارکېف یادونه په خاص ډول وکړه او پر خپله فېسبوکپاڼه یې ولیکل چې پر دې ښار کې روسي ځواکونو د توغندیو پراخې حملې کړې دي.

پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل په نتیجه کې چې له دوهمې جګړې وروسته د اروپا تر ټولو ستر وسله وال کړکېچ بلل شوی د کډوالو شمېر د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ په وینا له ۴۲۲ زرو اوښتی دی.

د یو اېن اېچ سي ار په وینا په دې کډوالو کې ډېری ښځې او ماشومان دي.

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش نن په ژنیو کې د دې سازمان د بشري حقونو شورا ته په یوه ثبت شوې وینا کې وویل چې د روسیې یرغل په اوکراین کې د بشري حقونو په سرغړونو کې زیاتوالی راوستی.

ښاغلي ګوترېش زیاته کړه چې د ملګروملتونو ټیمونه په ساحه کې دي او د اوکراین جګړه له نږدې څاري.

XS
SM
MD
LG