د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۷ وږی ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۱۴

کرکټ؛ د افغانستان ملي لوبډلې بنګله دېش ته ماته ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش لوبه
د افغانستان او بنګله دېش لوبه

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم بنګله دېش ته ماته ورکړه.

د دوی لوبه د ۲۰۲۳ کال د نړیوال جام د سوپرلیګ په لړ کې وشوه.

دا د دواړو ټیمونو د درېیو یو ورځنیو لوبو د سیریز وروستۍ سیالي وه.

په دې لوبه کې لومړی بنګله دېش بېټېنګ/توپ وهنه وکړه او په ۴۷ اور کې یې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.

بنګله دېش ۱۹۲ منډې کړې وې.

په ځواب کې یې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په ۴۰ اور کې هدف ته ورسېد.

په داسې حال کې چې یواځې درې ویکټې یې له لاسه ورکړې وې ۱۹۳ منډې یې پوره کړې.

په دې لوبه کې رحمن الله ګربز ۱۰۶ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

رحمت شاه ۴۷ او ریاض حسن ۳۵ منډې وکړې.

په بالنګ/توپ اچونه کې بیا راشد خان په لسو اورونو کې درې وېکټې واخیستې.

محمد نبي دوه، فضل حق فاروقي او عظمت الله عمرزي یوه یوه وېکټه ترلاسه کړه.

په دې لوبه کې د افغانستان فیلډنګ/ډګرستانه ښه وه ځکه د بنګله دېش دری لوبغاړي یې رن اوټ کړل او د همدې سختې ډګر ساتنې له امله بنګله دېشیان د ډېرو نمرو په جوړولو بریالي نه شول.

افغان ټيم به راتلونکې پنجشنبه د مارچ په درېیمه او بله شنبه چې د مارچ پنځمه کېږي له بنګله دۍش سره دوه شل اوریزې لوبې هم وکړي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG