د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۳

د اوکراین په اودسه ښار کې لا هم ګن شمېر افغانان بند پاتې دي


د کېف ښار یوه څنډه
د کېف ښار یوه څنډه

په اوکراین کې د جګړې اور لا د افغانانو ګڼ مېشتې ښار اودسې ته نه دی رسېدلی خو یو شمېر یې د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ کړي دي.

د اودسې ښار یو افغان استوګنی خوشال چې پولنډ سرحد ته یې د موټر مزل کړی ازادی راډیو ته یې وویل:" حالات خو بس دغه حالات دي، چې سرحده پورې لس کیلو مټره پلې مزل دی، نور به موږ ورته پلې مزل کوو، توکل په خدای چې څه کېږي."

د اوکراین په اودسې ښار کې د افغانانو ملي کلتوري ټولنه وايي، یو شمېر افغانان له اودسې وتلي، یو شمېر په لاره دي خو ډېری لا هم په ښار کې دي.

د دغې تولنې مشر جنت سبحان تڼي په دې اړه چې ولې دا افغانان تر اوسه په وتلو نه دي بریالي شوي ازادي راډیو ته وویل:" هغه کسان چې د اکراین تابعیت لري او عمر یې له اتلسو تر شپېتو کلنو دی نه شي وتلای ځکه چې د جمهور رئیس فرمان دی، البته نارینه، ښځینه نه."

په اوکراین د روسیې له برید وروسته ډیري خلک د اروپایي هېوادونو پولو ته تللي
په اوکراین د روسیې له برید وروسته ډیري خلک د اروپایي هېوادونو پولو ته تللي

د نوموړي په خبره، ډېری افغانان هم په دغه فرمان کې شاملېږي.

اودسه د اوکراین په جنوب کې یو تجارتي ښار دی چې ډیری افغانانو هم په کې پانګونه کړې او د کار و بار خاوندان دي.

ښاغلی تڼی که څه هم وايي، په دغه ښار کې د استوګنو افغانانو شمېر هر وخت په یو حال نه دی پاتې خو په خبره یې، د اوکراین له نورو ښارونو دلته ډېر افغانانو اوسېږي چې تر دوه نیم زرو پورې یې اټکل کېدای شي.

مخکې د اوکراین په نورو ښارونو په ځانګړي ډول پلازمېنې کیف کې هم د استوګنو افغان مسافرو او محصلانو د ژوند په اړه اندېښنې مطرح شوې دي.

په دې کې داسې کسان هم شته چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د تخلیې په پروسه کې اوکراین ته تللي دي.

خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دوی د ټولو شته امکاناتو او اړيکو په کارولو سره هڅه کوي چې د افغان وګړو ژوند خوندي کړي.

په چک جمهوریت کې افغان سفیر شهزاد ګل اریوبي هم ازادی راډیو ته ویلي و دوی هڅه کوي چې اوکراین کې افغان کډوالو او محصلانو سره مرسته وکړي، څو یو خوندي ځای ته ولېږدول شي.

XS
SM
MD
LG