د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

د کب ۹مه په تېر نظام کې د سرتېرو ورځ؛ د طالبانو په واکمنۍ کې له کوم حالت سره مخ دي؟


د تېر نظام اردو
د تېر نظام اردو

په جمهوري نظام کې د افغانستان د ملي دفاع مرستیال شاه محمود میاخیل وايي، تېره اردو د افغانستان پانګه وه، لګښت پرې شوی و، روزل شوي وو او هغه ژمنه چې طالبانو کړې وه باید ترې استفاده وشي.

خو ښاغلی میاخېل ادعا کوي:" کره راپورنه لرو چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه، ځورول شوي، بندیان شوي او په شهادت رسېدلي دي."

په جمهوري نظام کې د افغانستان د ملي دفاع مرستیال شاه محمود میاخېل
په جمهوري نظام کې د افغانستان د ملي دفاع مرستیال شاه محمود میاخېل

د تېر نظام یوه پولیسه چې د امنیتي ستونزو له امله خپل نوم نه اخلي وایي، اوس وزګاره، په کور ناسته او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده.

دا وایي:" د طالبانو په راتګ سره مې دنده له لاسه ورکړې، له موږ څخه د کار، زده کړو او ژوند حق اخیستل شوی دی."

دا پخواني پوځي هم نه غواړي په راپور کې يې نوم واخلو، په کور دننه دی او له ورته یو برخلیک سره مخ دی.

دی وایي:" دغه سرتېري، افسران او بریدمنان په داسې حالت کې ژوند کوي چې تنخوا نه لري، دنده نه لري، دوی ته د کار زمینه نه ده برابره، د دوی له تجربو دې استفاده وشي."

مخکې تر دې د ملګرو ملتونو سرمنشي هم په یو راپور کې ویلي و چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو د وژنو او بې درکه کولو په اړه باوري ادعاوې ترلاسه کړي دي.

د طالبانو په واکمنۍ کې د تېر نظام د سرتېرو د ځورونې، وژنې راپورونه ورکړل شوي
د طالبانو په واکمنۍ کې د تېر نظام د سرتېرو د ځورونې، وژنې راپورونه ورکړل شوي

هغه ادعا چې د طالبانو حکومت بیا رد کړه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد مخکې د دوی له خوا نوې جوړېدونکي اردو ته د پخوانیو پوځیانو د جذب په اړه ویلي و چې جرمي مخینه ونه لري، د افغانستان ګټو ته ژمن او پیاوړي وي جذب به شي.

نن د حوت د میاشتې نهمه نېټه ده.

دا ورځ د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې له امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ د ورځې په نوم نمانځل کېدله.

هغه اردو چې د مخکينی نظام د دفاع وزارت او امنیت شورا په خبره درې نیم لک کسیزه وه، نړیواله ټولنې ډېر امریکایې مالي ملاتړ کوو، خو د تېر کال د اګست له پنځلمسې نېټې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته وپاشل شوه.

ځیني بهر ته ولاړل او ځیني په کور دننه له بې برخلیکه حالت سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG