د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

په اوکراین د روسیې یرغل؛ اروپايي ټولنه د روسیې پر مخ خپل هوایي حریم تړي


روسۍ الوتکه
روسۍ الوتکه

اروپايي ټولنې پر اوکراین د روسیې د بریدونو په غبرګون له دغه هېواد سره د پراخې پوځي همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د اروپايي کمېسیون مشرې اورزلا وون درلاین یکشنبه ناوخته اعلان وکړ چې اروپايي ټولنه په پام کې لري د اوکراین وسله والو ځواکونو ته د هوایی دفاع د سیسټمونو ، ټانک ضد وسلو ، مهماتو او نورو پوځي تجهیزاتو د پېرلو لپاره ملیونونه یورو ولګوي.

درلاین وایي:" اروپايي ټولنه یو وار بیا د اوکراین په ملاتړ او د یرغلګر پر ضد چې د پوتین روسیه ده د بندیزونو د لګولو لپاره ګام پورته کوي.اروپايي ټولنه به د یوه داسې هېواد لپاره د وسلو او نورو مهماتو د پېرلو او لېږلو تمویل په غاړه واخلي چې تر برید لاندې دی."

د اروپايي کمېسیون مشرې اورزلا وون درلاین
د اروپايي کمېسیون مشرې اورزلا وون درلاین

د اروپايي کمېسیون مشرې زیاته کړه چې په روسیې باندې د تازه بندیزونو په اساس به د اروپا هوايي حریم د ټولو روسي الوتکو پر مخ تړلی وي.

د اروپايي ټولنې په هېوادونو سربېره کاناډا هم اعلان کړی چې له یکشنبې یې د روسیې د الوتکو پر مخ خپل هوايي حریم تړلی.

روسیې له پنجشنبې سهار وختي په اوکرایین باندې د ځمکې، هوا او اوبو له لارې درانه پوځي بریدونه پيل کړي.

د جګړې لمن تر پلازمېنې کېف رسېدلې چېرته چې د اوکراین وسله وال ځواکونه او لکونه مسلح شوي اوکراینیان د دفاع لپاره مبارزه کوي.

د اوکراین پلازمېنه کېف
د اوکراین پلازمېنه کېف

په عین حال کې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین چې پر خپل ګاونډ اوکراین یې د بریدونو امر کړی وو د لوېدیځو او اروپايي هېوادونو په دریځونو غوصه دی.

پوتین په یوه بیان کې ویلي چې لوېدیځ هېوادونه د روسیې په وړاندې تُند دریځونه بیانوي نو ځکه دی دفاع وزارت ته امر کوي چې د روسیې اټومي ځواک/یا هستوي بمونه چمتو وساتي.

پوتین داسې وخت دا امر کړی چې د اوکراین د جمهوري ریاست د څرګندونو له مخې د اوکراین او روسي حکومتي پلاوي د بلاروس په سرحد کې سره ګوري.

د دې لېدنې نېټه او ورځ لا نه ده افشا شوې.

مخکې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ویلي و چې له بلاروس پرته په یو شمېر نورو ښارونو کې چمتو دی چې له روسیې سره خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG