د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۸ چنګاښ ۱۴۰۱ کابل ۰۸:۱۲

افغان کرکټر راشد خان: د پاکستان سوپرلیګ سیالیو پایلوبه کې نه لوبېږم


راشدخان

د افغان کرکټ ملي لوبغاړی راشد خان هغه راپورونه رد کړل چې ګوندې نوموړی به بېرته د پاکستان سوپرلیګ سیالیو کې د لاهور قلندرز لوبډلې لپاره په پایلوبه کې ولوبېږي.

نوموړي په خپل ټویټر نن لیکلي، ده ته ملي لوبې لومړیتوب لري او دی به له خپلې لوبډله سره وي.

له دې وړاندې داسې راپورونو ورکړل شوي وو چې راشد خان بېرته 'پي. اېس.اېل' سره یوځای کېږي.

ټاکل شوې چې د پاکستان د کرکټ سوپر لیګ کې لاهور قلندرز او ملتان سلطانز لوبډلې سبا د فبرورۍ په ۲۷مه نېټه فاینل لوبه وکړي.

XS
SM
MD
LG