د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۷

د امریکا د بندیزونو دوام؛ روسیه د نړۍ په مهمو اسعارو راکړه ورکړه نه شې کولای


مسکو؛ کریملین
مسکو؛ کریملین

د امریکا ولسمشر جو بایډن پر اوکراین د روسیې له حملې وروسته پرون د روسیې پر ضد داسې بندیزونه ولګول چې له کبله یې له روسیې د نړۍ په مهمو اسعارو د راکړې ورکړې امکان اخیستل کېږي.

بایډن په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دیالوګ لپاره د لوېدیځ هڅې رد کړې او د نړیوال قانون سرغړونه یې وکړه، پوتین جګړه انتخاب کړه او اوس باید دی او هېواد یې عواقب وزغمي.

بایډن وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دیالوګ لپاره د لوېدیځ هڅې رد کړې
بایډن وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دیالوګ لپاره د لوېدیځ هڅې رد کړې

بایدن همداراز وویل چې پر روسیې بندیزونه په داسې ډول تنظیم شوي چې پر روسیې د اوږدې مودې لپاره اغېز ولري خو امریکا او د هغې متحدانو ته یې زیان لږ وي.

ده دا هم وویل چې واشنګټن تیار دی چې نور اقدامات هم وکړي.

روسي ځواکونو پنجشنبه سهار وختي د پوتین تر امر وروسته په اوکراین بریدونه پیل کړل.

د روسیې پوځیانو لومړی د اوکراین ګڼ مهم پوځي تاسیسات په نښه کړل او بیا یې په ښارونو باندې پوځيان هم ور مرش کړل.

د اوکراین ولسمشر ولامیر زیلینسکي په یوه ټلوېزیوني وینا کې د روسیې له خوا د بریدونو له پيله د تلفاتو تازه جزئیات له خلکو سره شریک کړل.

زیلینسکي وویل:" د لومړنیو معلوماتو له مخې، له بده مرغه نن مو د ۱۰ افسرانو په ګډون خپل ۱۳۷ اتلان او خلک له لاسه ورکړي دي. ۳۱۶ نور کسان ټپيان شوي هم دي."

زیلینسکي وویل له بده مرغه د ۱۰ افسرانو په ګډون مو خپل ۱۳۷ اتلان او خلک له لاسه ورکړي
زیلینسکي وویل له بده مرغه د ۱۰ افسرانو په ګډون مو خپل ۱۳۷ اتلان او خلک له لاسه ورکړي

زیلینسکي وویل په کېف کې پاتې کېږي سره له دې چې دی او کورنۍ یې د روسانو مهم هدف هم دي.

اوکرایني چارواکو پرون وویل هر هغه څوک چې د خپلې خاورې د دفاع لپاره وسله غواړي دوی یې ورکوي.

زیلینسکي وویل سره له دې چې روسي پوځیان وايي یواځې پوځي اهداف یې په نښه کړي خو د اوکراین ملکیان هم په نښه شوي.

په اوکراین د روسیې دغه پوځي اقدام په ټوله نړۍ کې غصه او غندنه راپارولې ده.

XS
SM
MD
LG