د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۴ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۵

په اوکراین د روسیې یرغل؛ په افغانستان به یې اغېز څه وي؟


اوکراین
اوکراین

روسیې د چهارشنبی په شپه نا وخته په اوکراین کې پر پوځي اهدافو بریدونه پیل کړل، دا بریدونه که څه هم ډېر ورته نه ول، خو افغانانو ته یې په ۹۰مو کلنو کې پر افغانستان د پخواني شوروي یرغل ور په زړه کړ.

دې بریدونو په افغانستان کې یو لړ غبرګونونه راپارولي دي.

د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت د ستراتيژيکو مطالعاتو مرکز مشر ولي الله شاهين ازادي راډیو ته وویل، دوی د جګړې او د نورو پر حقونو د تیري خلاف دي.

شاهین وایي:" په ټوله کې موږ د جګړې خلاف یو، د هیچا ترمنځ دی جګړه نه کېږي او هېڅ ځای کې دې جګړې ته شرایط برابر نه شي، د چا په حقونو دې تیری نه کېږي، ټول دې د یو متقابل احترام پر بنسټ ژوند وکړي. "

شنونکي بیا په دې باور دي چې پر اوکراین د روسیې پوځي یرغل او په دې مسئله کې د نړۍ ښکېلېدل به د دې لامل شي چې یو ځل بیا په افغانستان کې شته بشري او سیاسي ناورین د نړۍ له پامه وغورځوي.

په ناروې کې پخوانۍ افغان سفیره شکریې بارکزۍ په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:" موږ وغواړو که ونغواړ پر اوکراین باندې حمله د سیمې پر سیاست ستر اغېز کوي، طبیعي ده چې د افغانستان موضوع او وضعیت او په افغانستان کې شته بشري ناورین به د نړیوالې ټولنې له یاده ووځي."

په ناروې کې پخوانۍ افغان سفیره شکریې بارکزۍ
په ناروې کې پخوانۍ افغان سفیره شکریې بارکزۍ

د پنجشنبې په ورځ سهار وختي د اوکراین په پلازمېنه او دغه شان د کېف په بوریس هوایي ډګر کې وروسته له هغی د چاودنو څو غږونه واورېدل شول چې د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین په اوکراین کې د «غیر نظامي کولو» په نوم د سترو پوځي عملیاتو د پیلېدو اعلان وکړ.

د دې عملیاتو له پیل سره سم د خارکیف ښار په ګډون، د اوکراین په بېلابېلو سیمو کې د چاودنو او ډزو غږونه اورېدل شوي.

XS
SM
MD
LG