د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۵ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۷

افغانستان

امریکا له افغانستانه د ځینې فرهنګي اثارو پر وارداتو بندیز ولګاوه

د افغانستان تاریخي اثار
د افغانستان تاریخي اثار

د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت له افغانستانه د یو شمېر فرهنګي اثارو پر وارداتو بندیز ولګاوه.

د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې پرون سې شنبه(د کب ۳مه) یې خپور کړ د دې علت دا وباله چې د افغانستان د فرهنګي اثارو د قاچاق، د هغوی د لوټ تالان او د جنایتکارو ډلو او ترهګرو له لوري د دغو اثارو د پېر او پلور مخه ونیول شي.

دا بندیز د سې شنبې په ورځ د امریکا د سرحداتو د ساتنې د وزارت او د ګمروکونو د ادارې په همغږۍ ولګول شو.

د افغانستان د ملي موزیم اثار د نویمې میلادي لسیزې د کورنۍ جګړې پر مهال چور شول، یو شمېر یې په نړیوالو بازارونو کې خرڅ شول او ځینې اثار په تېرو دوو لسیزو کې بېرته افغانستان ته وسپارل شول.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

فاریاب کې ترافیکي پېښې؛ درې کسان مړه او ۲۷ نور ټپیان شوي

ارشیف: په افغانستان کې د ترافیکي پېښې له کبله یو ویجاړ شوی موټر
ارشیف: په افغانستان کې د ترافیکي پېښې له کبله یو ویجاړ شوی موټر

په فاریاب کې په دوو ترافیکي پېښو کې د درې کسانو د مړینې او ۲۷ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د فاریاب لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس شمس الدین محمدي پرون ځینو کورنیو رسنیو ته ویلي چې د قیصار ولسوالۍ په خان قروغ سیمه کې له سړک څخه د یوه فلانکوچ ډوله موټر د اوښتو له کبله دوه کسان مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

په بله پېښه کې د المار ولسوالۍ مرکز ته نږدې یو فلانکوچ ډوله موټر چپه شوی چې په نتیجه کې یې یو ماشوم مړ او ۷ نور کسان ټپیان شوي دي.

د دغو پېښو د علت په باب څه نه دي ویل شوي.

د سړکونو خرابوالی، د ترافیکي اصولو نه رعایت او د چلوونکو بې احتیاطي په افغانستان کې د زیاتو ترافیکي پېښو اصلي علت ګڼل کېږي.

طالبانو د پانګونې په تړاو د هند د کان کیندنې له یوه شرکت سره خبرې کړي

ارشیف: د افغانستان د کان کیندنې د یوه کان څنډه
ارشیف: د افغانستان د کان کیندنې د یوه کان څنډه

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکوي چې د هند د کان کیندنې له یوه شرکت سره یې په افغانستان کې د پانګونې په تړاو خبرې کړي دي.

دغه وزارت پرون په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټرکې لیکلي چې د هندي شرکت مشر سرینواش اکاپیډي په افغانستان کې د فلزي کانونو، قیمتي ډبرو، نفت او ګازو په برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښکاره کړې ده.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر هدایت‌الله بدري ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې د دغه هندي شرکت د پانګونې لپاره زمینه مساعده ده.

دا ډاډ په داسې حال کې ورکول کېږي چې په افغانستان کې د کانونو د تړونونو په برخه کې د شفافیت نه موجودیت ته اندېښنې شته.

پر ایران د اسراییل د احتمالي حملې وېره؛ د افغانستان پر فضا نړیوالې الوتنې زیاتې شوي

ارشیف: د کابل د هوايي ډګر یوه څنډه
ارشیف: د کابل د هوايي ډګر یوه څنډه

پر ایران د اسراییل د احتمالي حملې د وېرې له امله د افغانستان پر فضا نړیوالې الوتنې زیاتې شوي دي.

د اینډپنډنټ ورځپاڼې د پروني راپورونو له مخې، د پنجشنبې په ورځ د افغانستان له فضا ۱۹۱ الوتکې تېرې شوي چې دا د تېرو څه باندې درې کلونو په ترڅ کې چې طالبانو کابل نیولی، بېسارې الوتنې دي.

کله چې د یوه هېواد له فضا د یوه هوایي چلند الوتکه تېرېږي، هغه هېواد ته ۷۰۰ ډالر ورکوي.

د سپټمبر په میاشت کې د افغانستان پر فضا له ۱۹ تر ۳۰ الوتکې تېرېدې.

متقي: افغانستان کې د کوکنارو د کښت کچه صفر ته راټيټه شوې

ارشیف: په کندهار کې وسله‌وال طالبان د کوکنارو کروندو د له منځه وړلو پر مهال
ارشیف: په کندهار کې وسله‌وال طالبان د کوکنارو کروندو د له منځه وړلو پر مهال

که څه هم نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د زیاتېدو خبر ورکړی، د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ویلي، چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت صفر ته راکم شوی دی.

متقي د جمعې په ورځ په روسیه کې د مسکو فارمټ له غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د دوی حکومت په افغانستان کې د کوکنارو کښت صفر ته راکم کړی دی.

دا په‌داسې حال کېده، چې د السیس په نوم بنسټ په خپل تازه راپور کې په افغانستان کې د سټلایټ په مرسته د اخیستل شویو تصاویرو په استناد ویلي، چې سږکال په افغانستان کې پر ۷زره او ۳۸۲ هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي دي.

تر دې مخکې د مخدره موادو او جرمونو په وړاندې د مبارزې لپاره د ملګروملتونو ادارې ویلي وو، چې سږکال په افغانستان کې د تېر کال پر تله د کوکنارو کښت زیات شوی دی.

طالبان: د شېرخان بندر له لارې د بهرنيو سېلانيانو تګ راتګ زيات شوی

ويل شوي بهرني سېلانيان تر ډېره له بند امير ليدنه کوي
ويل شوي بهرني سېلانيان تر ډېره له بند امير ليدنه کوي

د کندوز ولایت لپاره طالب چارواکو د شېرخان بندر له لارې افغانستان ته د بهرنیو سېلانیانو د ورتګ د زیاتېدو خبر ورکړی دی.

په کندوز کې د طالبانو د بهرنیو چارو ریاست د قونسلي چارو مسوول حافظ عبید‌الله کورنیو رسنیو ته نن ویلي، چې د روان لمریز کال له پیله د شېرخان بندر له لارې ۶۵۰ بهرني سېلانیان چې د بېلابېلو هېوادونو وګړي دي، تر اوسه افغانستان ته تللي او بېلابېلې سیمې یې کتلي دي.

ویل شوي زیاتو سېلانیانو بدخشان او بامیان ولایتونه د خپلو اصلي مقاصدو په توګه یاد کړي دي.

په تېرو درېیو کلونو کې چې طالبانو بیا پر افغانستان ولکه ټینګه کړې امنیتي پېښې کمې شوي او دغه هېواد ته د خلکو تګ زیات شوی، خو لا هم ګڼ کسان په ځانګړي هغه افغانان چې په تېرو حکومتونو کې یې کار کړی په ډاډه زړه افغانستان د تګ اراده نه‌شي کولی.

ايران کې د دوو افغانانو په ګډون اته بنديان پر اعدام محکوم شوي

ارشيف
ارشيف

د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، د دوو افغان وګړو په ګډون لږ تر لږه اته بندیان د ایران د کرج په قزل حصار زندان کې اعدام شوي دي.

په ناروې کې دېره دغه غیردولتي سازمان پرون په یوه راپور کې ویلي، دغه کسان تېره چهارشنبه د محاربې او عمدي قتل په څېر تورونو له کبله اعدام شوي دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان په‌دې وروستیو کې ازادي راډیو ته ویلي وو، د روان میلادي کال په نهو میاشتو کې لږ تر لږه ۳۳ افغانان په ایران کې اعدام شوي چې دا د تېرو څو کلونو پرتله څو برابره زیاتوالی ښيي.

ضمير کابلوف: د بريکس غونډې ته د طالبانو بلل د غړو هېوادونو په پرېکړه پورې تړلي دي

ارشيف
ارشيف

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، د بریکس ډلې راروانې غونډې ته د طالبانو د استازي رابلل د دغه سازمان د غړو هېوادونو په پرېکړې پورې تړلي دي.

د روسیې تاس خبري اژانس د ښاغلي کابلوف د وینا پر اساس پرون جمعه راپور ورکړی، چې ویلي یې دي، په‌دې برخه کې روسیه نه‌شي کولی چې د شریکانو له رضایت پرته نور هېوادونه په یو اړخیز ډول غونډې ته راوبولي.

ټاکل شوې د بریکس بله غونډه د اکتوبر له ۲۲مې تر ۲۴مې د روسیې په کازان ښار کې وشي.

د طالبانو حکومت تر دې مخکې غوښتنه کړې وه، چې د بریکس غونډې ته د دوی استازي هم وروبلل شي.

تر دې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو معین اندري رودینکو تېره پنج‌شنبه ویلي وو، چې په بریکس غونډه کې لا هم د طالبانو د ګډون غوښتنه منل شوې نه‌ده.

هغه ویلي وو، چې د دغه ډلې غړي هېوادونه د طالبانو د استازو د ګډون پر سر نه‌دي سلا شوي.

په برکس کې برازیل، روسیه، هند، چین او جنوبي افریقا شامل دي، خو روان میلادي کال یې مصر، سعودي عربستان، متحده عرب اماراتو، ایران او ایټوپیا هم غړیتوب ترلاسه کړ او اوس یې د غړو شمېر ۱۰ ته رسېږي.

کابلوف: له تروريستي نوم‌لړ څخه د طالبانو پر ايستلو کار کوو

افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف
افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف

افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، هېواد یې په اصولو کې منلې چې د طالبانو نوم د تروریستي ډلو له لېسته وباسي.

د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور له‌مخې، کابلوف پرون (جمعه) وویل چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت او د امنیتي خدماتو اداره د تروریستي سازمانونو له لېست څخه د طالبانو د ایستلو په باب د قانوني اقداماتو په بشپړولو بوخت دي او ژر به وروستۍ پرېکړه اعلان شي.

روسیې په ۲۰۰۳م کال طالبان په شمالي قفقاز کې د بېلتون غوښتونکو د ملاتړ په خاطر په تور لېست کې شامل کړل.

په وروستیو کې قرغیزستان او قزاقستان هم طالبان له تورو لېستونو وایستل، خو تر اوسه د دغو درې هېوادونو په ګډون د نړۍ هیڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

سرګی لاوروف له اميرخان متقي سره پر اقتصادي پياوړتيا خبرې کړي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف او د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي پرون په مسکو کې په افغانستان کې د روغې جوړې د پروسې او د افغانستان او روسیې ترمنځ د انرژۍ د سکتور په شمول د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.

انټرفاکس خبري اژانس د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پر اساس ویلي چې، لاوروف او متقي د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ د شپږمې مشورتي ناستې په څنډه کې سره ولیدل.

دواړو خواو د افغانستان د ستونزو پر حل‌لارې او د مسکو او کابل ترمنځ پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړې.

د روسیې د بهرنيو چارو وزارت په بیان کې همداراز ویل شوي چې، دواړو خواوو له بهره د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه د نه منلو وبلله.

نن د افغانستان په ۱۵ ولايتونو کې د ورښتونو اټکل شوی

د ورښتونو له امله رامنځته شوې ويجاړۍ
د ورښتونو له امله رامنځته شوې ويجاړۍ

د طالبانو د اوبو اوانرژۍ وزارت له اټکل سره سم، نن به د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې باران و اوري او د هېواد په سیندیزو حوزو کې به د اوبو سطحه لوړه شي.

دغه وزارت پرون (جمعه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د ناڅاپي بارانونو، ورښتونو او سېلونو ډېر احتمال د کابل او هلمند په سیندیزو حوزو کې اټکل شوی دی.

د طالبانو د ترانسپورت او انرژۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې کاپیسا، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا او خوست هغه ولایتونه دي چې د سېلونو او شدید باران احتمال په‌کې زیات دی.

په وروستیو ورځو کې په لغمان او ننګرهار ولایتونو کې د سېلونو له کبله د څو تنو د مړینې او ټپي کېدو ترڅنګ ډېره کرنیزه ځمکه ویجاړه شوه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG