د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۶

افغانستان ته د هند د غنمو لېږدېدل پیل شول


د هند غنم
د هند غنم

هند افغانستان ته د پاکستان له لارې د هغو غنمو لومړۍ برخه واستوله چې مخکې یې د هغې د ورکړې ژمنه کړې وه.

د واګه بندر له لارې د پنځوس بار وړونکو موټرو کاروان پرون جلال اباد ته ورسېد.

افغانستان ته د هند د غنمو لېږدېدل پیل شول. لومړی بار په پنځوسو موټرو کې و چې د پاکستان له لارې یې جلال اباد ته ۲۵۰۰ ټنه غنم انتقال کړل.

د دې غنمو د لېږدېدو په مراسمو کې د هند د بهرنیو چارو وزیر وردن شرینګلا په نوي ډیلي کې د افغانستان له سفیر فرید ماموندزي او د خوراک د نړیوال سازمان له استازیو سره برخه لرله.

د هند د بهرنیو چارو وزیر وردن شرینګلا
د هند د بهرنیو چارو وزیر وردن شرینګلا

شرینګلا وویل، افغانستان ته به د ټولو غنمونو پر لېږلو دوې درې میاشتې ولګېږي: "لومړۍ بار ۲۵۰۰ ټنه غنم په پنځوس بار وړونکو موټرو کې د افغانستان د جلال اباد په لور واستول شو. هیله من یوو چې د اتاري بندر له لارې څو ځله نور د دوو درېیو میاشتو په ترڅ کې دا غنم انتقال شي او زموږ د پنځوس زره ټنه غنمو ژمنه په ځای شي."

په نوي ډیلي کې د افغانستان سفیر دا مرسته د افغانانو لپاره مهمه وبلله.

ټاکل شوې ده چې د هند دا مرستې د خوراک نړیوال سازمان مسوولینو ته وسپارل شي. په هند کې د دې موسسې مشر بیشاو پراجولي افغانانو ته د اوس لپاره دا مرسته اړینه وبلله: "د هند مرستې د اوس لپاره ډېرې په خپل وخت او مهمې دي. تمه لرو چې د هند مرستې ادامه پیدا کړي، هند تل د افغانستان له خلکو سره نژدې پاتې شوی او په خلاص لاس یې مرستې ورسره کړې دي."

پاکستان له خپلې خاورې د هند مالونه ډېر کم پریږدي، خو اسلام اباد دا ځل د دې غنمو پرسر له میاشتو میاشتو خبرو وروسته موافقه وکړه چې د دوی د خاورې له لارې دې ولېږدي.

هند ویلي دي چې د افغانستان له خلکو سره به یې مرستې ادامه پیدا کړي او دا مرستې به د طالبانو له لارې نه، د مرستندویه نړیوالو بنسټونو له لارې تر بې وزلو افغانانو ورسوي.

XS
SM
MD
LG