د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ د ملي ټيمونو یو ورځنۍ لوبې سر له سبا پيلېږي.
د دوی لوبه په چټوګرام لوبغالي کې ترسره کېږي.
افغان لوبډله له بنګله دېش سره درې یو ورځنۍ او دوه شل اوورېزې لوبې لري.
د کرکټ بورډ چارواکو ویلي، افغان لوبډلې دغو لوبو ته پوره چمتووالی نیولی او په قطر کې یې تمریني کمپ هم ترسره کړی.
له افغان لوبډلې سره به په دې سیالیو کې اسټرالوی روزونکی سټوارټ لا ملتیا کوي چې تازه په دې دنده ګمارل شوی دی.