د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۳

د مېرمنو اعتراضیه غونډه؛بایډن دې د افغانستان د شتمنۍ په اړه خپله پرېکړه واخلي


ارشیف؛ د افغانستان د کنګل شویو پیسو 
ارشیف؛ د افغانستان د کنګل شویو پیسو 

یو شمېر افغانو ښځو نن د ملګرو ملتونو د استازولۍ یوناما دفتر په وړاندې اعتراض کړی.

دوی چې ځان د افغانستان ملت د پیوستون کاروان په نوم د یوه بنسټ غړې بولي وایي چې د امریکا متحده ایالاتو د جمهور رئیس له لوري د سپتمبر ۱۱می پېښې د قربانیانو کورنیو ته د افغانستان د ۳.۵ میلیاردو ډالرو د ځانګړي کېدو د پرېکړې د ردولو غوښتونکي دي.

د دی بنسټ مسؤلې شګوفې نجات احمدزۍ او د یاد بنسټ یوې غړې ارزو صدیقي ازادي راډیو ته وویل:" موږ د امریکا متحده ایالاتو له محکمې غواړو چې یو عادلانه قضاوت وکړي، ځکه دا د افغانانو پیسې دي او له جو بایډنه هم غواړو چې خپله پریکړه دې بېرته واخلي."

"زموږ د دي لاریون هدف د جو بایډن د پرېکړې غندل دي، موږ خپل حق غواړو او دا پیسې د افغانانو حق دی. "

ارشیف؛ د افغانستان شویو پیسو په غبرګون کې لاریون
ارشیف؛ د افغانستان شویو پیسو په غبرګون کې لاریون

د افغانستان ملت د پیوستون کاروان مسؤلان وایي، دا یو غیر انتفاعی بنسټ دی او په ۱۳۹۸کال کې رامنځته شوی دی.

د امریکا جمهور رئیس جو بایدن د روان کال د فبروري میاشتي په ۱۱مې د یو فرمان په ورکولو سره اعلان وکړ چې په افغانستان کې د اقتصادي او بشری کړکېچ د حل لپاره به د افغانستان بانک له ۷ملیارده کنګل شویو پیسو یوه اندازه ازادې کړي، خو ویې ویل چې د دې پیسو نیمایي به په امریکا کې د سپتمبر د ۱۱مې پيښی د قربانیانو کورنیو ته ځانګړې شي.

دا فرمان په افغانستان او بهر کې له ګڼو غبرګونونو سره مخ شو.

اعتراض کونکی وایي چې د سپتمبر د ۱۱مې پېښې بریدونه افغانانو پورې اړه نه لري او د افغانستان مالي شتمنۍ باید د یادې پېښې د قربانیانو کورنیو ته ور نه کړل شي.

د بشري حقونو د څار سازمان هم ویلي که د افغانستان بانکي شتمنۍ په دې ډول ووېشل شي، د افغانستان اقتصادي ټیکاو به له منځه ولاړ شي.

خو سپینې ماڼۍ او د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د امریکا فدرالي محکمه به په دې اړه وروستۍ پرېکړه کوي.

XS
SM
MD
LG