د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۶ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۴۹

په کابل کې د لامبو وهنې سیالیو پای لوبې ته چمتوالی روان دی

ارشیف؛ تصویر تزئیني بڼه لري
ارشیف؛ تصویر تزئیني بڼه لري

د لامبو وهنې فدراسیون په کابل کې د دې سیالیو پای لوبې ته چمتوالی نیسي.

د دې فدراسیون رئیس قاسم علي احمدي نن ازادي راډیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي چې ټاکل شوې د لامبو وهنې سیالیو پایلوبه سبا دوشنبه د سولې او دوستي په نوم په کابل کې جوړه شي.

ښاغلی احمدي وايي، په دغو سیالیو کې ۸۰ لوبغاړي په بېلابېلو سني کټګوریو ځوانانو کې ګډون کوي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د کابل د لامبو وهنې د څلورم پړاو سیالیو هدف، د ملي لوبو لپاره د ښو لوبغاړو پېژندل دي چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې پیل شي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG