د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

سیګار: په روان کال کې به د افغانانو عواید نږدې نیمايي ته راکم شي


ارشیف؛ داخلي بې ځایه شوي
ارشیف؛ داخلي بې ځایه شوي

د افغانستان د بیا رغونې د ځانګړي سرپلټونکي اداره سیګار وايي په افغانستان کې به د خلکو عواید څه کم نیمايي ته راکم شي.

سیګار پرون په یوه ټویټ کې ویلي، په ۲۰۱۲کال کې په افغانستان کې د یوه کس کلنی عاید۶۵۰ ډالره و چې په ۲۰۲۰کال کې ۵۰۰ ډالرو ته راکم شو.

د سیګار د ارقامو له مخې، اوس اټکل دا دی چې په ۲۰۲۲کال کې به دغه عواید ۳۵۰ ته راکم شي.

په ۲۰۲۱م کال کې د افغانستان د اقتصادي رکود په اړه اټکلونه شوي وو چې هغه وخت د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) او دپیسو نړیوال صندوق (IMF) ویلي وو، د افغانستان ناخالص داخلي تولیدات به له ۲۰ تر ۳۰ فیصدو راکم شي.

سیګار وايي په افغانستان کې به د خلکو عواید څه کم نیمايي ته راکم شي.
سیګار وايي په افغانستان کې به د خلکو عواید څه کم نیمايي ته راکم شي.

سیګار په هغه ۵۱ مخیز راپور کې چې د ۲۰۲۲کال د جنورۍ میاشتې پر ۳۰ یې کانګرس ته لېږلی ویلي و د افغانستان د ناخالصو داخلي تولیداتو ارزښت په ۲۰۲۰کال کې ۲۰ میلیارد ډالرو ته رسېده، خو وروسته له هغې چې طالبانو د ۲۰۲۱کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، دغه اندازه ۱۶ میلیارد ډالرو ته راکمه شوه.

سیګار ویلي، د اسیا پراختیايي بانک تر ټولو بده سناریو دا ګڼلې چې ممکن په افغانستان کې په لنډه موده کې د وزګارتیا اندازه ۴۰فیصده زیاته، په څنګ کې د کورنیو لګښتونه ۴۴ فیصده راکم شي.

پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو وروسته د ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت هم ټیټ شوی او زیات خلک وايي، چې د خپلو کورنیو غړو د نسونو مړونو ته حیران دي.

د طالبانو ویندویانو مخکې ویلي وو دوی هڅه کوي له ګاونډیو او نورو هېوادونو بشري مرستې ترلاسه او د اقتصادي ستونزو په حل کې برخه واخلي.

د امریکا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې له یوه راپور سره سم په تېرو څه باندې شپږو میاشتو کې د اقتصادي زوال له ډاره څه باندې یو ملیون کسان له افغانستانه نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

XS
SM
MD
LG