په کندز ولایت کې د والیبال دوه ورځنی ټورنمنټ پای ته ورسېده.
د طالبانو حکومت د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې یاد ټورنمنټ د کندز ولایت د خاناباد او اقتاش ولسوالیو له بېلابېلو سیمو څخه د ۱۲ لوبډلو ترمنځ تېره ورځ ناوخته پای ته ورسېد.
د دې ریاست د معلوماتو له مخې د دې ټورنمنټ پایلوبې ته د کدوګان او اقتاش لوبډلې ووتلې چې کدوګان د دې ټورنمنټ اتله لوبډله شوه.
د دغو لوبو هدف د ځوانانو ترمنځ د سالم رقابت وده او د ولسوالیو لوبډلو لپاره د غوره لوبغاړو ټاکنه یاده شوې ده.