د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۷

د کرکټ اسټرالیايي توپ وهونکی سټوارټ ګرېنټ لا د افغان لوبډلې روزونکی شو


د کرکټ اسټرالیايي لوبغاړی 'سټوارټ ګرېنټ لا'
د کرکټ اسټرالیايي لوبغاړی 'سټوارټ ګرېنټ لا'

د افغانستان کرکټ بورډ نن اعلان وکړ چې پخوانی اسټرالیايي لوبغاړی سټوارټ لا یې د بنګله دېش په وړاندې د سیالیو لپاره د ملي لوبډلې موقت سر روزونکی ګومارلی دی.

سټوارټ لا په نوي یمه لسیزه کې د اسټرالیا د ملي لوبډلې توپ وهونکی و.

ده یوه موده د سریلانکا او بنګله دېش د ملي لوبډلو د روزونکي په توګه کار کړی.

ټاکل شوې چې افغانستان او بنګله دېش د روانې فبروري میاشتې په ۲۳مه، ۲۵مه او ۲۸مه نېټ درې یو ورځنۍ او د راتلونکې مارچ میاشتې په درېیمه او پنځمه دوه شل اووره سیالۍ وکړي.

XS
SM
MD
LG