د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

په غزني کې د غشي ویشتلو لوبه وشوه 


د غشو وېشتلو یو تن لوبغاړی
د غشو وېشتلو یو تن لوبغاړی

په غزني کې د جمعې په ورځ (د سلواغې ۲۹مه) د غشو وېشتلو لوبه ترسره شوه.

د دغه لوبې تنظیموونکي وايي، د لوبې موخه یې دا وه چې له دغه ځایه ښه لوبغاړي غوره او بیا یې د هیواد په کچه سیالیو ته چمتو کړي.

یو تن لوبغاړی محمد رضا چې شااوخوا اتیا کاله عمر لري ازادي راډیو ته یې وویل: " تر اویا کلنۍ پورې مې غشي ویشتل، ډېره مینه مې ورسره ده، اوس خپلې اندېښنې پرې کموم."

دا لوبغاړي د المپیک له کمېټې غواړي چې د دغه لوبې د لا غوړېدا په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

خو په غزني کې د المپیک کمېټې چارواکي دغه لوبغاړو ته ډاډ ورکوي چې دوی به یې ملاتړ کوي.

دغلته د المپیک کمېټې مرستیال او د بدني روزنې امر سید نېکبین روحاني وايي: "موږ تل لوبغاړي تشویقوو او تل د دوی تر څنګ ولاړ یو."

د لیندۍ او غشي لوبه یوه پخوانۍ لوبه ده چې د غزني ترڅنګ د هېواد په ډېری سیمو کې هم دود ده.

لیندۍ، غشي د پښتو او دري ترڅنګ د ډېری نورو ژبو په شاعري کې زیاته کارول شوې چې له سترګو او بڼو سره تشبیه شوي دي.

XS
SM
MD
LG