د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۲

جو بایډن: زړه مې منلې چې پوتین پرېکړه کړې څو راتلونکې اوونۍ اوکراین ونیسي


ولسمشر جوبایډن او ولسمشر پوتین
ولسمشر جوبایډن او ولسمشر پوتین

د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جوبایډن وایي، د ده زړه منلې ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرېکړه کړې ده چې راتلونکې اوونۍ اوکراین ونیسي، خو دی لا هم ډیپلوماټیکې حل لارې ته هیله من دی.

جو بایډن پرون په سپینه ماڼۍ کې خبرې غونډې ته ویل: "له همدې شېبې ما دا منلې ده چې ولسمشر پوتین خپله پرېکړه کړې ده. موږ د دې لپاره علت لرو چې دا باور مو کړی دی."

د امریکا ولسمشر دا خبرې له خپلو اروپایي متحدانو سره تر ۴۵ دقیقو ټیلیفون کنفرانس وروسته وکړې.

انتوني بلېنکن به د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره په اروپا کې وګوري
انتوني بلېنکن به د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره په اروپا کې وګوري

بایډن وویل، د ده اداره داسې فکر کوي چې روسیه به پر پلازمېنې کیف چې دوه میلیونه او اته لکه نفوس لري، برید وکړي او دا حمله به د ډېرو تلفاتو سبب شي.

د امریکا ولسمشر زیاته کړه چې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن به د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره د پنجشنبې په ورځ په اروپا کې وګوري او دا د هغو هڅو برخه ده چې د جګړې مخه نیسو.

بایډن دا هم وویل، که روسیې تردې نېټې مخکې پر اوکراین برید وکړ، نو دا د ا معنی لري چې مسکو د ډپلوماسۍ لار تړي او که دوی د جګړې لاره خپله کړه ستر قیمت به یې بیا پرې کړي.

روسیه وایي، دوی د اوکراین د نیولو پلان نه لري او متحد ایالاتونه هسې احساساتي بې ځایه اوازې خپروي.

د امریکا ولسمشر په داسې وخت کې پر اوکراین د روسیې برید ته ژوره اندېښنه ښکاره کړې ده چې د اوکراین په ختیځ کې د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو فعالیتونه د کیف پر ضد زیات شوي دي.

XS
SM
MD
LG