د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۵

امریکا: افغانستان کې داعش وسله واله ډله د 'چټکې ودې' په حال کې ده


د داعش وسله وال
د داعش وسله وال

د امریکا مرکزي قوماندانۍ 'سنټکام' چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو او تجهیزاتو د ایستلو مسوولیت درلود، د دې قوماندانۍ مشر جنرال کېنټ مک کنزي تازه پرون پنجشنبه ناوخته د خپلې یوې مرکې یوه برخه د دې قوماندانۍ پر فېسبوک پاڼه خپره شوې په کې یې ویلي چې داعش یا اسلامي دولت نومې وسله واله ډله په افغانستان کې د ودې په حال کې ده.

جنرال مک کنزي وایي، که څه هم طالبان ظاهراً د دې وسله والې ډلې خلاف ده، خو دوی بیاهم په دې اړه ځکه اندېښمن دي چې دا وسله واله ډله له افغانستانه بهر د فعالیتونو او بریدونو ته لېواله ده.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان کېنټ مک کنزي
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان کېنټ مک کنزي

دی وايي: "هغه څه چې موږ یې افغانستان کې وینو هغه غیر حکومتي او تر واک لاندې پرته ځایونه او سیمې دي چې داعش په دودیز ډول په کې وده کړې، فکر کوم چې یو ګواښ موجود دی، موږ پوهېږو چې داعش په حقیقت کې پر بهرنیانو د بریدونو د ترسره کولو لېوالتیا لري. د متحده ایالاتو پر وړاندې بریدونه - په اروپا کې زموږ د ګاونډیو او ملګرو هېوادونو پر وړاندې بریدونه همدارنګه نور ځایونه، نو زه د هغه څه په اړه اندېښمن یم چې افغانستان کې پیښېږي."

تردې مخکې د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون هم په دې اړه اندېښنه ښودلې وه او چارواکو یې ټینګار کړی و چې افغانستان کې د داعش یا اسلامي دولت نومې وسله والې ډله د افغانستان سربېره د سیمې او نړۍ لپاره په ستر ګواښ بدلېدی شي - هغه چې مخکې هم طالبانو رد کړې وه.

خو اوس تازه یو ځل بیا د طالبانو د دفاع وزارت چارواکي د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر خبرې ردوي او وایي، هېڅ وسله والې ډلې ته به د فعالیت او پیاوړي کېدو اجازه ور نه کړل شي.

د طالبانو د دفاع وزارت چارواکي د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر خبرې ردوي ا
د طالبانو د دفاع وزارت چارواکي د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر خبرې ردوي ا

د دغه وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، امریکا په دې څرګندونو غواړي خپله ماتې توجیح کړي: "په اصل کې امریکایان غواړي په دې ډول په افغانستان کې خپله ماتې توجیح کړي، خو موږ خپل ټول چمتوالی لرو چې له خپلې خاورې، پولو او خلک دفاع وکړو، داسې څه هېڅ کله نه پېښ شوي او نه به پېښ شي چې داعش یا نورې ډلې په افغانستان کې وده وکړي ځکه چې هغوی په افغانستان کې ځای نه لري."

امریکا داسې مهال په وار - وار افغانستان کې د داعش یا اسلامي دولت نومې وسله والې ډلې د فعالیتونو د ګړندي کېدو ادعا کوي چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته څو ولایتونو کې د شیعه مذهبو افغانانو پر جوماتونو د څو پرله‌پسې بریدونو چې په سلګونو خلکو ته په کې مرګ ژوبله واوښتې، پړې یې دغې وسله والې ډلې منلي دي.

ان دا چې خپله طالبانو هم کله-کله په کابل ښار کې د داعش ډلې د ځینو غړو د نیولو راپورونه ورکړي دي.

XS
SM
MD
LG